کور / تازه خبرونه / په ژړۍ کي دناټوپوځيانو دقتل په تور ۳ وسله وال نيول سويدي

په ژړۍ کي دناټوپوځيانو دقتل په تور ۳ وسله وال نيول سويدي

ناټو وايي چي افغان پوليسو د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ دنلغام کلي ته نژدې هغه درې شکمن کسان نيولي دي چي د ناټو په وينا د اګست په مياشت کي يې دايتلاف پر قواو په مرګونې حمله کي پنځه امريکايي پوځيان وژلي وه .دناټو په وينا دغه کسان د اوږدې مودې څخه د پوليسو تر تعقيب لاندي وه چي د سپتمبر پر ۲۶ يې مرکز هم کشف سو . د نيول سوو کسانو سره د يو شمېر وسلو او باروتو او نژدې واټن مخابرو د نيول کيدو خبر هم ورکړل سوی دی .