کندهار : د معروف پر ولسوال او امنيه قوماندان بريد سوى

عطاالله محمدي | اکتوبر 6th, 2011


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د معروف ولسوالۍ پر ولسوال عبدالصمد او امنيه قوماندان وسله والو بريد سوى خو نوموړي ترې روغ رمټ وتلي .
چارواکي وايي چي پر نوموړو هغه وخت بريد وسو چي کله د دفتر پر لور روان ول .
چارواکي وايي چي تر بريد وروسته نښته رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې دوه وسله والو ووژل سول .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024