کور / تازه خبرونه / کندهار : په ژړۍ ولسوالي کي ٢٨ جريبه مځکه د بنګو څخه پاکه سوه

کندهار : په ژړۍ ولسوالي کي ٢٨ جريبه مځکه د بنګو څخه پاکه سوه

د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي د ملي پوليسو او ملي اردو په هغه کمپاين کي چي تېره ورځ يې د نشيي توکو پر وړاندي پيل کړى نن ورځ د يادي ولسوالۍ ٢٨ جريبه مځکه دبنګو د کښت څخه پاکه سوه .
د دې ولسوالۍ ولسوال نياز محمد سرحدي وايي چي هغو کسانو ته يې اصلاح سوي تخمونه او کود ورکړي چي مخکي يې خپلي مځکي ددې کښت څخه پاکي کړي وې .
نوموړى وايي چي اوس هم وخت سته چي خلک خپلي مځکي د ياد کښت څخه پاکي کړي او دوى به يې په بدل کي اصلاح سوي تخمونه او کود ورکړي .