کور / تازه خبرونه / د مشرانو جرګه: پر کونړ راکټي حملې د ناټو په اشاره کېږي

د مشرانو جرګه: پر کونړ راکټي حملې د ناټو په اشاره کېږي

د افغانستان د مشرانو جرګې غړيو نن په کلکه د پاکستاني پوځيانو له خوا پر کونړ او نورستان ولايتونو رواني راکټي حملې وغندلې.
د مشرانو جرګې مرستيال محمدعلم ايزديار وايي د دې حملو په وړاندي د ناټو ځواکونو چوپتيا ښيي چي دغه حملې د دوى په اشاره کېږي.
نوموړي وويل د مشرانو جرګې غړي به ډېر ژر په دې هکله له ولسمشر کرزي سره وګوري او له هغه څخه به د دې حملو په مقابل کي د جدي عکس العمل غوښتنه وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت تېره اونۍ ويلي وو چي که پاکستاني پوځيان پر کونړ راکټي حملې ونه دروي دوى به هم ورته غبرګون وښيي.
بلي خوا ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي که پاکستاني پوځيان دغو حملو ته دوام ورکړي، ممکن د افغانستان او پاکستان روابط نور هم خراب سي.
افغان چارواکي وايي په قبايلي سيمو کي ځاى پر ځاى سويو پاکستاني پوځيانو له تيرو دوو اونيو راهيسي کونړ او نورستان ولايتونو ته شاوخوا ٧٠٠ راکټونه راغورځولي دي، چي له امله يې په سوونو کورنۍ له سيمي کډو ته مجبوره سوي دي.