اسدالله خالد:زموږ دټولو بدبختيو لامل ISI دی
د سهېل او سهېل لوېديزي حوزې د ديني عالمانو او روحانيونو د سولي جرګه د کندهار په منډيګک ماڼۍ کي جوړه سوه او ١٩ مادييزه پرېکړه ليک تصويب او صادر کړى.
په دې جرګه کي دجنوبي او جنوب غربي حوزې د ٣٠٠ تنو ديني عالمانو او مخورو ترڅنګ پکښي د قومونو،قبايلو او سرحداتو چارو وزير او د سهيلي حوزې سلاکار، کندهار والي او د ولايت مقام مرستيال، د نيمرزو والي، د زابل والي، د اروزګان د ولايتي شورا رئيس، د کندهارامنيه قومندان، د سولي د شورا ر ئيس،د کندهار ټولو ولسوالانو، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غړو، او دجنوب غربي حوزې د شپږو ولايتونو د علماوود اصلاحي شوراګانو رئيسانو او غړو او همداراز د سولي ولايتي شوراګانو رئيسانو برخهاخستې وه.
جرګې ته د کندهاروالي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا لخوا د همدې جرګې په مناسبت د افغانستان د جلالتماب ولسمشر حامد کرزي پيغام ولوستل سو.
په پيغام کي راغليوه (( سوله او امنيت د بشري ټولني اساسي او لومړنى ضرورت دى، خو زموږ د خلکو اړتياځکه ډېره ورته محسوسه ده چي زموږ ولس په تيرو درې لسيزو کي د جنګ او نا امنيو ډيريبدي ورځي ليدلي او که نن ددې خاوري هر بجي ته ووايې چي ته څه غواړې؟ نو لومړى ځواببه يې داوي چي سوله او امن)).
ولسمشر کرزي په دې پيغام کي ويلي وه که څه هم زموږ د سولي ږغ په ډييرو مواردو کي له ستونزو سره مخامخسو، خو موږ به د خپل پاک دين ارشاداتو او د خپل ولس عنعنې ته پاملرنه د سولي ږغ نهخاموشوو، دا ږغ به لا پياوړى، رسا او جګ وي.
کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا د جرګې برخوال ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته وويل ((موږ او ټولنه مو د اسلام د مبارک دين پر اساساتو او ارکانو ولاړو مشورو اولارښوونو ته ضرورت لرواو به يې د تطبيق او عملي کولوو په لاره کي د خپل وجود تروروستي څاڅکي ويني تويولو پوري درېغ نکړو)).
نوموړي زياته کړه له يوې خوا د سولي د شهيد پروفيسور استاد رباني شهادت ستره فاجعه او سانحه وه، خوله بلي خوا ددوى ستر شهادت موږ ته دا پيغام او الهام راکوي، چي د وطن او اسلامدښمنان په هيڅ صورت نه غواړي چي په وطن کي دي سوله، ارامي او سوکالي په وجود راسي ځکه نو بايد علماء په دې برخه کي خپل دريځ روښانه کړي.
د قومونو، قبايلواو سرحداتو چارو وزير او د سهيلي حوزې تنظيمه رئيس اسدالله خالدد خپلو خبرو پرمهال وويل چي پهافغانستان کي د ټولو بدبختيو او ناخوالو لامل پاکستان او ددې هيواد استخباراتي اداره ISIده او ترڅو چي ددې ادارې او دغه هيواد سره د سولي خبري ونسي روانه ستونزه نه هواريږي.
په ننۍ جرګه کي دزابل او نيمروز ولايتونو واليانو او د هلمند، اروزګان او دايکونډي ولايتونو دعلماوو د اصلاحي شوراګانو رئيسانو هم د سولي اړوندي ويناوي وکړې.
په جرګه کي له ويناوو وروسته ټول ګډونوال پر اتو ګروپونو ووېشل سول او هر ګروپ د سولي د راتګ لپاره خپل اندونه سره شريک کړل چي په پايله کي يې ټول نظرونه د يوه نولس مادييزه پرېکړه ليک په توګه جوړ اوپه غوڅ اکثريت سره تر تائيد وروسته د جرګې برخوالو ته واورول سو.