کور / شعر / د پيغور شپې ورځې

د پيغور شپې ورځې

زمونږ  ګران هيواد ته دپرديووسله والو دراتګ دکلیزی په مناسبت


زمونږ په کـــــــور توپان راغلی ټول د خړو ډک وو
ټول وران ويجاړ وو هر يو کونج يې د تيتړو ډک وو


 ډېری ټپيان وو او داﻻن مو ﻻد مړو ډک وو
ﻻ د اسمان زړګی تش نه وو د لوخـــــړو ډک وو


چې د يو بل توپان څــــپې مو په وران کور راغلې
پردۍ لښکرې مو کاله ته بيا په زور راغلـــــــې


 ورانو کوڅو ته مو د غلو غدۍ په چور راغلې
قيام ته بيا خدايه شپې ورځې د پيغور راغلې