کور / کره کتنه / په برمل ولسوالي کي د امريکا يو ډارن ملګری

په برمل ولسوالي کي د امريکا يو ډارن ملګری


ژباړه: د ټایم د مجلی څخه

د افغانستان ناپاکه جګړه : ولی په برمل ولسوالی کښی یو ډیر ډارن سړی د متحده ایالاتو ملګری دی


د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر د ۲۳ را په دیخوا عزیزالله چی د افغانستان پکتیکا ولایت کښی د یوی ۴۰۰ کسیزی اربکی ظالمی ډلګئ مشری تر لاس لاندی لری.


په کال ۲۰۰۹ د نومبر د میاشتی په ۳۰ نیټه د ۹۰۰۰ فټه د غرونو لوړه سلسلی د سیوری لاندی یو افغان قرار دادی د امریکا د پیسو په مقابل کښی د طالبانو او بلواګرو د ځپلو په سلسله کښی ۳ نفره چی خپل کور ته د لوی اخټر لپاره تر څو د خپلی کورنئ سره یو ځای ولمنانځی راغلی ول . یو افغان مخور چی د برمل ولسوالی (چیری چی دا پیښه را مینځ ته شوی وه) اوسیدونکی داسی وویل: “قوماندان عزیزالله او د هغه بدنامه نفرو د د هغه دریو کسانو لاسونه ور وټړل او بیا عزیزالله خپله تمانچه را وخیستله او دغه دری بی ګناه کسان یی پری ووژل . د مخور زیاته کړه چی هیچ شواهد شتون نه درلود چی وښی چا دا کسان بلواګر دی مګر عزیزالله دوی ووژل”.


دغه کیسه ټکی په ټکی د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۰ کال د جنوری د میاشتی په کورنی راپور کښی راغلی ده او په کلکه یی غوښتنه کړی ترڅو عزیزالله د متحده ایالاتو د معاشاتو د نوملړ څخه ویستل شی، چی دغه وژنه یو د هغو وژنو څخه چی ده ته منسوب شوی دی. د متحده ایالاتو د استخباراتو او د خاصو ځواکونو دغه معاش خور چی په خټه دیګان (تاجک)، په اونه لنډې، ږیره ور او هیبتانکی څیره لرونکی دی. عزیزالله یو عادی سړی وو او وروسته د یوی ۴۰۰ کسیزی اربکی قوماندان ورګرځول شو او په سویل کښی د څو میله مربع سیمه کښی یو نسبی امینت په راوستلو سره د پام وړ ګرځیدلی دی.


د ملګرو ملتونو راپور یوه بله بیلګه هم ورکوی او ښیي چی قوماندان عزیزالله او د هغه ډلګئ د خپل صلاحیت د سرحد څخه مخ ته څی او یو شومه کړنه تر سره کوی هغه دا چی “د ۲۰۰۹ کال په سپټمبر کښی چی د میزان د میاشتی سره سمون خوری دوی (عزیزالله او د هغه ډلګئ) او د طالبانو تر منځ یوی لنډی جګړی نه ورسته په یوه کور چاپه اچوی ( د احمد ګل په کور) او په بیړه احمد ګل او د هغه ورور عمر خان او دریم کس چی په نژدی کرونده کښی په کار بوخت وؤ ووژل. وروسته د ووژلو څخه قوماندان عزیزالله د دوی مړی د خپل موټر په بانټ (هوډ) پوری تړی او د عبرت په خاطر یی د د مارغی منډی په بازار کښی کرڅوی او دغه مړی یی تر ۸ ورځو پوری د خپل موټر باندی تړلی ول ترڅو چی هوسا او بوین شول او بیا خپلو کورنئ ته وسپارل” . یو مولوی چی د برمل اوسیدونکی دی د همدی پیښی تایید کوی او زیاته یی کړه چی “هغه دریم کس میر نواب نومیدی او هغه په کرونده کښی کار نه کولو بلګی د میر نواب د احمد ګل سره د یوه خټین دیوال په جوړولو بوخت وو او دا یی هم په ګوته کړ چی د احمد ګل کور د جګړی د ځای څخه چیری چی طالبانو او عزیزالله جکړه کړی وه ډیر واټن یی درلود”.


یو بله پیښه د ملګرو ملتونو په راپور کښی راغلی ده چی هغه هم په برمل ولسوالی کښی د ۲ ناتړل شوو شاهدانو لخوا هم تایید شوی وویل شوی دی چی” عزیزالله او د هغه کسانو په یوه کور چی د ټنګاری په کلی کښی پروت دی حمله وکړه او نهه تنه بی ګناه کسان یی ووژل. د وزیرو د قام یوه مخور د دغو وژل کسانو د جملی څخه د دریو تنو نومونه داسی وړاندی کړل: عجب خان، سلام او ګل نواز. د ملګرو ملتونو د راپور په بنسټ پاتی د وژل شوو کسانو د جملی څخه ۳ تنه واړه ماشومان ول” . د برمل ولسوالی د یو پخوانی ښوونکی په دی اړه د ټایم ته داسی راپور ورکړی” یو نا معلوم کس عزیزالله ته راپور ور کړ چی په دی کور کښی بلواګر را ټول شوی دی مګر دغه یو غلط راپور وو په کور کښی بلواګر نه بلکه هغه میلمانه ول چی د دوبی څخه راغلی ول . غزیزالله ته پکار ول چی اول یی دغه کسان نیولی وای او بیا څیړنه کړی وی چی ایا په رښیتا دوی بلواګر دی او که نه، مګر عزیزالله پرته د پوښتنی پر دوی باړی وچلولی او ټول یی شهیدان کړل” .


داسی نوری په لسهاوو بیلګی لکه جنسی تیری، غلاوی، د جوماتونو او کروندو ورانول شتون لری. د ټایم د مجلی د خپلو پلټنو په جریان کښی د سیمی بیلابیلو مخورو په لیدو کښی او د ملګرو ملتونو د راپور په بنسټ داسی کره لاسوندونه وړاندی کړل لکه غلاوی، وژنی، د هلکانو ساتنه او په هغوی جنسی تیری کول د قوماندان عزیزالله لاس لرل په ډاکه کوی .


همدا رنګه یوی بلی پلټنی ښودلی ده چی قوماندان عزیزالله په خپلو کړنو سره خلک مجبوری ترڅو د افغانستان د حکومت پر وړاندی د بلواګرو سره ودریږی ـ “ د قوماندان عزیزالله شتون د اربکیان د مشر په توګه وظیفه لری ترڅو په سیمه کښی د امنیت ټینګښت کښی مرسته وکړی ولی عزیزالله او د هغه ډلګی د خپلو شومو کړنو سره خلک مجبوری وی چی د بلواګرو سره یو ځای شی” راپور زیاتوی چی د پیرکوتی ( د اورګون ولسوالی یوه دره) سیمی خلګ د بلواګرو سره یوځای شول ځکه چی عزیزالله د امریکا د خاصو ځواکونو په مرسته دغه پښتون میشته سیمه د قومی تعصب سره بمبار کړه او بیګناه خلک یی پکښی ووژل. د دغی پلټنی په یوه برخه کښی راغلی چی “ قوماندان عزیزالله د پیر کوتی په سیمه کښی یوه سپین سری ښځه په دی تور ووژلی چی هغه د یوه طالب مور ده … دغه شان کړنو سره د طالبانو محبوبیت په سیمه کښی ورځ په ورځ زیاتیږی او خلک د بلواګرو سره یو ځای کوی .


یوه افغان څیړونکی زیاته کړه “ زما په اند امریکا په زوره غواړی چی خلک د بلواګرو سره ځای کړی، امریکایان دی جی باید ملامت وګڼل شی ځکه چی دوی په هر څه خبر دی او کولای شی چی د قوماندان عزیزالله د کړنو څخه مخنوی وکړی ولی دوی دا کار نه کوی او نور یی هم تقویه کوی”


Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet. ملګرو ملتونو چارواکو د قوماندان عزیزالله په اړوند دغه اندیښنه یو کال مخ کښی ښکاره کړی وه ولی د ناټو ویاند د ملګرو ملتونو دغه راپور بی معنی بولی او زیاته یی کړی چی دوی د خپلو پلټنو په ترڅ کښی هیچ ډول داسی شواهد د قوماندان عزیزالله په اړوند پیدا نکړل لکه څنګه چی په راپور کښی وویل شوی دی او دغه راپور یی هسی یو ادعا وبلله .



 قوماندان عزیزالله د برمل ولسوالی کښی