کور / شعر / حرامي نسل

حرامي نسل


زه د نفرت او کرکې


د ناروا اړيکو


يو نامشروع او حرامي نسل يم


زه د خالق د کرم ځرى او بڅرى نه يم


د پلار او ورور رشته منحوسه ګڼم


د ورور ناموس مې لا د وخته دى ليلام ته وړى


د خور او مور په مفهوم نه پوهېږم


د خور عزت باندي مې سل د لالان و ګرځول


د مور جامې مې د هغې په تن کې


د تقدس پر سوداګرو باندې خرڅې کړلې


دوست او قريب مار او لړم دى زما


يار و دلدار، جبر و ستم دى زما


زه بنيادګر، د بدرنګۍ د يوې داسي ماڼۍ


چي د زرو انقلابونو د توپان غضب يې


يوه ذره هم لړزولاى نه شي


ما مې د خپلو دلدارانو د ارام جونګړې


د خپل غرض په جهنم کې داسې غرقې کړلې


چې بيا به کله يې پر غولي هم ذره موسکا څرک ونه وهي


ګوره!


حيا، شرم، عفت او مقدس لفظونه


راته پر مخ د اوبو کرښي اېسي


او د انسان د نامه وږى نه يم


دا ځکه،


زه يو نامشروع او حرامي نسل يم