کور / خبرتیا او پيغامونه / كوټه: د تكړه شاعر نعيم ازاد پلار له نړۍ سترګې پټې كړې

كوټه: د تكړه شاعر نعيم ازاد پلار له نړۍ سترګې پټې كړې

زموږ د ډېر خواږه ملګري، د پښتو ژبې د تكړه او نوښتګر شاعر او ليكوال محمدنعيم ازاد محترم پلار صوفي عبدالكريم قطب زاده نن چارشنبه (۱۲ اكتوبر ۲۰۱۱م) له دې نړۍ سترګې پټې كړې. انالله وانا اليه راجعون د ارواښاد عبدالكريم قطب زاده مړى د سوهېلي پښتونخوا په پښين سيمه كې د پوهاند سيال كاكړ، صادق ژړك، يوسف ساحل، شريف كاكړ او نورو ګڼ شمېر ليكوالو، شاعرانو او د ارواښاد د خپلو خپلوانو په موجودګۍ كې خاورو ته وسپارل شو. اداره ښاغلي نعيم ازاد او د هغه كورنۍ ته د درانه صبر او زغم غوښتنه كوي او ارواښاد پلار ته يې د فردوس جنت لپاره لاس په دوعا ده. د ارواښاد صوفي عبدالكريم قطبزاده پاتا (فاتحه) د پښين په كالج كالوني كې د حافظ كبير په كوڅه كې د محمدنعيم ازاد صاحب په كور كې اخيستل كېږي. كه څوك ورسره د ټليفون له لارې خواخوږي او غمشريكي كوي، په لاندې شمېره دي اړيكي ونيسي. 00923003876230


د لراوبر ويبپاڼي د همکارانو په استازيتوب ښاغلی ازاد صاحب او ددوی درنې کورنۍ د تسليت مراتب وړاندي کوو او د ارواښاد قطب زاده صاحب پاک روح ته د لوی خدای له درباره د مغفرت دعا کوو .

تبصره نسته

  1. اناللله وانا اليه راجعون

    الله تعالی دي د حاجي صاحب سره ښه وکړي او الله تعالی دي يې نوري کورنۍ او آزاد صاحب ته د دغه لوی غم عوضونه او صبر ورکړي. الله دي حاجي صاحب او زموږ نور ټوله مړي په خپل دېدار ماړه او د کوثر په اوبو اوبه کړي.
    الله دي مو د نورو غمونو وساتي او هر څوک چي مري الله دي يې پر ايمان خاتمه وکړي.

    آمين

  2. د پښين دسيمي د تکړه شاعر او ليکوال ښاغلي ازاد صاحب د پلار مړينه يو ډير دردونکى خبر دي خو هغه څه چي دټولو لار ده بايد حق ته غاړه کښيږدو او دالله امر ومنو، الله دي و ازاد صاحب او درنې کورنۍ د پوره زغم توفيق ورکړي دنورو غمو څه دي الله په امان کړي. د ارواښاد روح دي خوشاله او جنتونه دي په برخه سي امين.
    سيداحمد قانع – کندهار دنارنج خپرندويه ټولني مسول

  3. ډېر خپه شوم چې زموږ دخواږه ملګري او خوږ انسان ښاغلي ازاد صيب پلار په حق رسيدلى ،انالله وانا اليه راجعون. ارواښاد قطب زاده صيب ته د الله له سپېڅلي درباره جنتونه غواړم ازاد صيب او کورنۍ ته يې ته جميل صبر غوښتنه کوم .
    اسد دانش – ددانش خپرندويه ټولني مشر

  4. زه د خراسان ادبي كاروان په نمايندګي له ښاغلي آزاد سره په دغه غم كي ځان شريك بولم.

  5. وا مو ورېده چې ستاسو په کور کې يوه شمعه ټپه او يوه غونچه ورژېده.
    ددې نازولي پلارغم که څه هم زړه ماتونکی دی ولي هيله من يو چې په صبر اوزغم يې تاب راوړی. تاسو جناب او دهغه خداي بخښلي ټولو اړونده کسانو ته له څښتنه دعمر اوږدوالي غواړو!