کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان: لومړی وزير به د مارچ په ۲۵مه لوړه وکړي

پاکستان: لومړی وزير به د مارچ په ۲۵مه لوړه وکړي

د پاكستان د اولسمشر رسمى وياند ميجر جنرال \”ر\” راشد قريشي ويلى  دى  چې  د پاكستان  ټاكل شوى  لومړى وزير به د خپلى نوى  دندى  د نيولو پخاطر دمعمولو مراسمو سره سم دمارچ په 25 مه نيټه د وفادارى لوړه تر سره كړي  اولسمشر پرويز مشرف  به  د اولسمشرى په ماڼۍ كښى  نوى لومړى وزير ته د يوي پرتمينى غونډى په ترڅ كى د وفادارى  لوړه وركړي د دولت خبرى رسنيو سره په خبروكى داولسمشر ويندوى  دا هم وويل: چې اولسمشر دلومړى  وزير د ټاكلو لپاره دملى اسمبلى  غونډه دمارچ په 24 م ماښام راغوشټى  ده ويندوى  زياته كړه چې  دنوي غوره شوى لومړي وزير دوفادارى دلوړي  دمراسمو دپرځاى كولوچارى  بشپړى شوى دي .