په مومندو ايجنسۍ کې دولتي ښوونځي پيل شول.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 14th, 2011


پېښور: د مومندو ايجنسۍ د ساپي په تحصيل کې د دوو کالو وروسته يو ځل بيا تعليمي ادارې پيل شوې، د مومندو ايجنسۍ د ښوونې او روزنې يو چارواکي سعيد محمد ويلي دي چې د ساپي په تحصيل کې ټول دولتي ښوونځي پرانستل شوي او ښوونکو ته خبر ورکړل شوى دى چې ښوونځيو ته ورشي، د ساپي په تحصيل کې د عملياتو له امله دوه کاله وړاندې ټول ښوونځي تړل شوي وو او د ځينو ودانۍ ويجاړې شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024