لغمان:طالبان وايي دوه امريکايان يې وژلي ۳زخميان دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 15th, 2011


دلغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کي دامريکايي عسکروپه پلي ګزمه چاودنه شوي او5 عسکروته يې مرګ ژوبله اړولې ده ، دا خبره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته کړې ده . نوموړی وايي تېره ورځ غرمه 11 بجې ديادي ولسوالۍ په کوتالي نومي سيمه کي يې د امريکايايي عسکروپه پلي ګزمه حمله وکړه چي دنوموړي په وينا دوه تنه امريکايي عسکرځای په ځای ووژل سول  او درې نوريې شديدټپيان کړل.د ايتلاف مطبوعاتي مرکز دغه پېښه تراوسه نده تاييد کړې .

Copyright Larawbar 2007-2024