کور / شعر / انتظار هیله

انتظار هیله

 انتظار هیله
بیا زه په چیغو چیغو د اوښکو بارانونه وینم
بیا زه د سرو سترګو سکروټو تنورونه وینم
د شنو چمنونو د ښکلا په هیله،
ریګزار ریګزار خالې ډاګونه وینم
نه د لمرنه د سپوږمی، نه د سحر نه د ماښام ستورو رڼا زه وینم
بیا د شین اسمان په ارمان،
د تورو وریځو سمندرونه وینم
***
ټیټی نن شملې دې، جنډې جیګې وینم 
ورکه ده سپیڅلی مینه د سترګو توروکې غمونه وینم
***
ربه تاته زه زاری کومه،
چی زمونږ په سوځیدلو زړونو،
یو څو قطری زم زم اوبه وشینده
***
دا د صغیر اوښکو بارانونه بس کړه
دا د یتیم اوښکو سیلابونه بس کړه
***
نن خو زمونږ د کلی د مسجد په محراب،
تورو غومبسو جالی جوړی کړلې،
د هره نیش سره یئ ،
زمونږ د ښکلو هیلو زړونو په سر،
د زهرو جامونه کیښو دل ،
بیا د سپین کفن په لمن،
خاروته وسپارل
***
نوره آرزو می زړه کی په سلګیو راغله
ماته خو هیڅ تا څه پری نښودل
نه د بهار تنکی ګلونه،
نه د خندا ښادی  وختونه ،
نه می ارمان پوره شو،
نه مې د مینی تنده ماته شووله
***
دهدیرو په سر سپرلی نه غواړم
د هدیرو د امید باغچې نه غواړم
***
وخت د بی ڼنګی دی راووست،
دنیا دی راته بله کړله
څه شول هغه غیرتونه،
دنیا دی راته بله کړله
***
اوس خاندی په قسمت می، تور تمونه خاندی
  اوس  ځانګی په قسمت مې ، ظلمتونه ځانګی
تاته ما څه ندې وېل،
ولې تا زمونږ د زړونو کډه وکړه
اوس په تورو ایرو کی زه لوټې ګمه
اوس می سترګې ستا د ارمان په هیله
تل انتظار کی دینه



ویانا ښار