کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جنګ نه کرکه او سولي ته لېوالتيا لرو :

د جنګ نه کرکه او سولي ته لېوالتيا لرو :


زما د شننی ،«دروند جنرال صیب ، لږ احتیاط » ، په اړه یو شمیر دوستانو دبریښنالیکونو له لارې خپل انتقادونه رالیږلې ، په دی لړ کی یو افغان ورور «مشاهد افغان » هم زما په نوم د یوه پرانستي لیک په ترڅ کې خپلې څو پوښتنې مطرح کړي ، ترڅو یی په اړه وضاحت وکړم . دنورو پوښتونکو دوستانو پوښتنې هم د ښاغلي مشاهد افغان د پوښتنو سره ورته والې لري نوپه دې اساس می وغوښتل دهمدی محترم د څرګندونو په اړه لږ څه وضاحت وکړاې شم.



د هرڅه دمخه ټولو دوستانو ته د الله تعالی ددرباره سلامتی او برې غواړم.


محترمو !ستاسي پوښتنې او لیکنې د دعوت د بریښنایی پاڼي دمسؤل محترم طارق بزرګر صیب له اړخه را ورسیدې . په کتلو یی ممنون یم . کوم مسایل چی تاسی مطرح کړي دا یواځی ستاسې نه بلکه د ډیرو افغانانو سره هم مطرح دي . په دي کی شک نه شته چی حزب اسلامی افغانستان به د هیواد د یوه خپلواکه سیاسي ګوند په څیر ګڼ شمیر خواخوږي هم ولري او منتقدین به هم . خو دا ددي ګوند دمسؤلینو دنده ده چی دوي دخپل ولس د ځوان کهول له پاره دهمداسي مسایلو د مطرح کولو زمینه برابره کړي تر څو مونږ وکولاې شو دخپل ولس ذهنونه دپخوانیوهغو پټو پیښو په اړه روښانه کړاې شوچی دهغوې دمعلوماتو نه تر اوسه پورې پټ اودپردې شاته پاته دي . که څه هم تر اوسه پورې لا وخت دې ځاې ته نه دې رسیدلی چی دا مسایل ټول مطرح او رابربنډکړل شي ځکه چی همدا اوس د هیواد نظامي اوسیاسي حالات ډیرزیات کړکیچن دی ، هیواد مو د ۴۸ هیوادونو له اړخه تر نیواک لاندی دې ، امریکایانو یی په ریښو باندی ولکه کړې . ددی ۴۸ هیوادو تر څنګ د ګاونډیو هیوادو که هغه پاکستان دې او که ایران ، منفي رول هم له یاده نه شو ویستلاې ، ځکه دوې هم د هیواد په بنسټیزو اساساتو کی تر اخري پولې پورې دخپلو جاسوسي شبکو له لارې دخپلو ملي ګټو له پاره لاسوهنه کوي . روسانو هم دخپلو فوځي ماتو اوناڅاپي تیښتو زخم لا نه دې هیر کړې ، دهغوې امپراطوري له منځه تللې او اوس یواځې په سپینه روسیه کی را نغښتل شوي دي ، په دی خاطر هغوې هم دافغان ولس څخه د غچ د اخستو له پاره یوه ګړۍ هم له لاسه نه ورکوي ، دادې مونږ یی په غبرګو سترګو وینو ، بلکه په خپله زمونږ د هیواد نیواکګران په دی اقرار کوي چی دشمال ټلواله یو ځل بیا په روسی وسلو سنبالیږي . دشمال ټلواله هم خپل هیڅ وخت اوفرصت له لاسه نه ورکوي او ورځ په ورځ خپل ځانونه منظموي .ایران دادي په برندو سترګو زمونږ دهیواد دغربي ولایتونود ولکې کولو له پاره هڅې کوي ، هزاره ګوندونه ځواکمنوي تر څو دهغی لارې دافغانستان په راتلونکي برخلیک کې خپل ځانونه شریک کړي ، دایران واکمني تر دې ځایه رسیدلي ده چی نه یواځې دافغانستان دولسمشرۍ دفتر یی په ولکه کې دې بلکه د بهرنیو چارواو اطلاعاتو او کلتور دوزارتونو په ګډون یی ګڼ شمیر وزارتونه په خپلو پیټرو ډالرو اخستي دي ، ان تر دې چی دافغانستان یو افغان فلم جوړونکی نه توانیږی ددې ګاونډي هیواد د هغو مظالمو او تیریو په اړه چی د افغان مظلوم ولس سره یی کړي د «مدرسي » په نوم خپل فلم دکابل په سینما ځایو کې دخلکو د نندارې او قضاوت له پاره کیږدي.


پاکستان خو اصلا د افغانستان له پاره مستقله پالیسي نه لري ، سیاسي ګوندونه یی په یوې خوا روان دي او نظامي کړئ یی په بلی لورې ، هغوی فکرکوي چی د طالبانو د غورزنګ له لارې به و توانیږي په افغانستان یو ځل بیا ولکه وکړي . دپاکستان هدف دادي چی په افغانستان کی یوخپلواکه او ازاد ولسواکه نظام ، داسی نظام چی دهغوی مزمرې اوخطرناکه منصوبي شنډی کړي ، شتون پیدا نه کړی . زه نه غواړم په دی اړه ډیر مخته ولاړ شم . ځکه ما په دی اړه دپاکستان داسلامی ګوندونو په ګډون د پاکستان په پالیسیو باندی په خپل یوه کتاب کی چی ( حزب اسلامی افغانستان او زما نیمګړې سیاسي ژوند ) تر نامه لاندی لیکل شوی اوپه نژدی وختو کی به چاپ شي ، لږ څه بحث کړې دې . خو دا باید په یاد وساتو چی دپاکستان اسلامی او غیر اسلامی ګوندونه تر هغې زمونږ ملګرتیا کوی چی ګټي یی خوندي وي دهغې نه وروسته نه ورته اسلام مطرح دې او نه بل څه ….. مونږ په هیواد کی د ډاکټر نجیب د رژیم دسقوط په وخت کی داټول هر څه په سترګو وکتل او اوس یی هم دادې په خپلو سترګو یو ځل بیا مشاهده کوو .


دا چی تاسی لیکلي چی :«د سعيد صاحب لیکنه د حزب اسلامي څخه په دفاع کې د هغوی د مخکيني موقف د روښانولو يو اړخ لري چې هيله مې د سعيد صاحب څخه ده چې دوی که په ريښتيا هم افغانانو ته خپل ځان او حزب د خدمت کوونکيو په توګه ژمن ګڼي او اسلامي تګلارې ېې په حقيقت سره منلي او پلي کړي وي نو يوه اداره دې د پخوانيو همدغو ښکېلو جهادي غړو د آزادې محاکمې په تکل پرانيزي او په سر کې دې د حزب اسلامي محترم مشر انجنير ګلبدین حکمتيار څخه د مخامخ مناظرې غوښتنه وشي او ټول افغانان چې غواړي خپل د سترګو لیدلي حالات او حقايق چې چا سره وي د ټولو مخې ته په خپل وار کېږدي ، دا دې د دوستۍ او اسلامي چوکاټ په ماحول کې ترسره شي ځکه چې څوک غل نه وي باچا څخه نه ډارېږي او بيا افغانان به په سعيد صاحب ووياړي چې خپله فعاله ونډه په رغاونه او د کرکې په لرې کولو کې اخلي او د افغانانو په دفاع کې دغسې مدريت ته غاړه ږدي .»


دا یواځي ستاسي وړاندیز نه دې بلکه دا دحزب اسلامی له اړخه او دحزب اسلامی دامیر محترم حکمتیار له اړخه یو ځل نه څو څو ځله وړاندی کړل شوې ، ان تر دی چی حزب اسلامی افغانستان ، د افغانستان د بحران دحل په خاطر په خپل وړاندی کړل شوي ۱۵ فقره ی طرحه کی هم دې مسئلی ته په زغره اشاره کړی .اوپه موقت انتقالي حکومت کی یی هم دداسي وګړو په ونډی اخستو دبندیز وړاندیز کړې چی په یوه ډول نه یوه ډول په جنګی جرمونو کی ککړ پیژندل شوې وي . لکه چی په څلورمه ماده کی یی راغلي دي .


۴-«قدرت دي يا يوه داسي موقت حکومت ته ولېږدول شي چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي، که نور لوري دا نشي منلى نو په اوسني حکومت کي دي داسي تعديل راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، خو په دې حکومت کي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني او جنگي جناياتو تورن کسان نه وي. همدا راز د حکومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه کي به داسي کسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي وي.»


په یوه بل ځاې کې په همدې اړه راغلي چی : د اساسي قانون د تصویب نه وروسته به داسی عادلانه محکمه جوړښت مومي چی په هغې کی به ټول متهمین او مجرمین دعدالت مخي ته دحساب کتاب له پاره را وړل کیږی …..


مونږ خو دا خبره بیا بیا را سپړلې ، خو زمونږ په ولس کی لویه ستونزه داده چی نن همغه کړۍ اوحلقی مخته دي چی په یوه ډول نه یوه ډول د مافیا، د پردیو هیوادو د استخبارتي ادارو سره نښتی او دپردیو په چوپړ کې پراته مافیایي عناصر په کې راګډدي ، نن خو هغوی چي په دغسی کړیو کی را نښتی ، په خپل دغه شنیع عمل باندي فخر هم کوي اوپه زغرده وایی چی ددی اودهغې ایجنسۍ سره کار کوي او په ډالرو تنخواه اخلي . ایا زمونږ د هیواد تاریخ ددی ګواه نه دې چی دطالبانو درژیم د راپرځولو په وخت کی د یوه لک ډالرو څخه نیولی تر پنځه میلیونه ډالرو پورې د سي ای اې اداری رشوت ورکاوه او د شمال دټلوالې پورې اړندو عناصرو په پوره فخر او ویاړ سره اخست . ایا د انتقالي دورې دبهرنیو چارو وزیر عبدالله په امریکا کی د یوې افغانی ښځینه ددی پوښتنې په ځواب کی ،چی تا دخپل هیواد دپلورلو په خاطر د امریکا دسي ای اې نه پنځه میلونه ډالر رشوت اخستی ، دا ځواب ور نه کړ چی « ښه می کړي چی دامریکایانو نه مي رشوت اخستی دې » بدبختانه نن چې هرپه وطن مین افغان دخپل هیواد اوولس د ازادۍ له پاره سر راپورته کوي ، نو سمدلاسه پری د هغې او دغې ایجنسۍ ټاپه لګول کیږي او …..


خو دا چی تاسی د حزب اسلامی دامیر محترم حکمتیار څخه د مخامخ مناظرې د پرانستلو غوښتنه کړي دا غوښتنه به هغه وخت ډیره موزونه وای چی ښاغلي حکمتیار ازاد او دداسی مناظرې کولو له پاره ورته زمینه برابره وای. په پوره ډاډ سره ویلې شم چی حزب اسلامی او ددې ګوند مشر ښاغلي حکمتیار ، لکه څنګه چې په خپلو لیکنو کی لیکی په همدي توګه به دی کار ته په مناسب وخت کی تر ټولو لمړۍ رامخته کیږی . حزب اسلامی افغانستان په یوې ازادې او بې پرې محکمی جوړولو باور لری خوداسی محکمه چی قضاوت یی بیا په ازاد افغانستان کی پخپله ولس وکړي . په دی اساس فکر کوم چی په اوسني حالاتو کی دا کار شوني نه دي. تاسی همدا اوس د هیواد سیاسي حالات وینئ چی یو لړ مجرم اومافیایی قاتلینو دولس په مرۍ منګولې ښخې کړي ، غواړي د بین المللی فوځونو تر چتر لاندی زمونږ ولس او په ځانګړی توګه پښتون ولس د تباهۍ سره مخ کړي ، قیادتونه یی ورختم کړي اوپه دی توګه یی څنګه چی خوښه وي همغسی یی دغلامۍ په زنځیرونو کی راښکیل کړي . ان تر دې چی په کابل کی د انساني حقوقو دمحکمي له اړخه دهمدی مافیایی عناصرو په اړه راپورونه خپریدا ته پری نښوول شوو . دحزب اسلامي قاید ، محترم حکمتیار ، خو دهمدی عبدالله او بوش د ګډو هڅو په پایلو کی په تورلست کی راغې . دعبدالله او نظار د ډلګۍ د نورو غړو غوښتنه همدا وه چی که چیری حکمتیار او حزب اسلامی په همدی ځواک سره مخته ولاړ شی نو په راتلونکی کی دوي بیا په افغانستان کی حکومت اوحکومت داري نه شی کولی په دی خاطر یی خپلی پښې کلکې کړې اودموقع څخه یی په ګټی اخستو سره دی ستر جنایت ته لاس واچاوه .


دا باید هم ډاګیزه وي چی حزب اسلامی افغانستان نه خوپه پردیو باندی تکیه کوي او نه پردو ته اجازه ورکوي چی زمونږ د هیواد خپلواکي تر ولکې لاندی راوړي . ماته هغه وخت هم را په یاد دې چی نورو ته یی یولک ډالر رشوت ورکاوه خو حزب اسلامی ته د یوه میلیون ډالرو څخه تر ان تر دیرش میلیونو ډالرو پورې وړاندیز و کړل شو ، تر څنګ یی ورته د پوره ازاد کار کولو وړاندیز هم وشو خو حزب اسلامی او ددی ګوند مجاهد قیادت دخپل هیواد ازادي او استقلال ته په درنښت سره د نیواکګرو دا وړاندیز هم همغسی په لغته وواهه لکه څنګه یی چی د جهاد په دوران کی د رونالډ ریګن ( دجهاد اومجاهدینو دواک ورکولو)وړاندیز په لغته وهلی و .(هیله ده چی په دی اړه به د ښاغلي حکمتیار کتاب «پټي توطئې او بربنډې څیرې » تر مراجعه وکړئ .)


داچی تاسې پوښتلي چی :« تاسو ووېل چې تاسو خپلواکه حزبيان ياست او د افغانستان استقلال ته تر ټولو ستاسو حزب ژمن دی نو بيا تاسو ولې د افغانستان د حل لپاره بې پرې د ټولو افغانانو څخه په رايو خپل د حزب تګلارې کې بدلون نه راولۍ څو هر اړخيزه باور وزېږوي؟»


په پوره دنښت سره باید عرض کړم چی حزب اسلامی افغانستان هم دډاکټر نجیب دالله د رژیم دسقوط ترمخه ، هم د استاد رباني دبی واکه رژیم په وخت کی او هم همدا اوس د اوسنۍ غمیزې دحل له پاره خپلی طرحې لري . د ډاکټر نجیب درژیم دسقوط په وخت کی چی کومه طرحه وړاندې کړل شوي وه هغه زما په مخکینۍ شننې کې کتلاې شئ ، د استار رباني د رژیم په وخت کی د ستونزو دحل له پاره هم مختلفې لارې تر لاسو لاندی وي چی په هغی کی یوه او تر ټولو ساده او اسانه لاره داوه چی د هر ګوند څخه دې دسلو سلو غیرمتنازع فیه کسانو لستونه واخستل شی ، بیا دې دهمدی لستونو څخه هغه کسان چې نوم یی ډیرې رایی وړي وي ، دملګرو ملتونو په واسطه یوه انتقالي اداره جوړه کړل شي اوبیا دي همدا انتقالي اداره په شپږو میاشتو کی دننه دننه د ټولټاکنو له پاره لاره همواره کړي ، ټول ګوندونه دې خپلی وسلی همدی ادارې ته وسپاري اوپخپله دی دسیاسي ګوندونو په څیر د ولس مخی ته ور ودانګی ، او د ولس څخه دي دحکومت کولو اوقیادت له پاره رایه تر لاسه کړي . حزب اسلامی افغانستان د خپل بنسټ د ایښودلو څخه تر اوسه پورې په ټولټاکنو باور لري اوغواړي چی خپل قیادت یی هم او دولس قیادت هم د عامو وګړو د رایو سره سم و ټاکل شی . بدبختانه چی نورو تل ددی لارې څخه مخ اړولی .


هغه وخت چی په کابل کی داستاد ربانی نظام چی د څلورو میاشتو له پاره مؤظف شوی و ، نژدی څلور کاله په ګدۍ کیناست . په دی وخت کی بیا بیا سولی شوی ، او دحل له پاره لاری چاری لټول شوی خو دحزب اسلامی تر مخه یوازی یوه لاره وه اوهغه هم د ټولټاکنو له لاری د قیادت ټاکل او د ائتلافی حکومتونو له منځه وړل . خو په دی کار کی د حزب اسلامی سره هیڅوک ځکه نه دریدل،ځکه چې هغوي ټولو داستاد رباني په رژیم کی دوه دوه وزارتونه درلودل . په دی اساس یی دعامو ټاکنو غوښتونکي ملزمول، پخپله د مرحوم مولوي خالص دګوند معاون د«مولوي خالص دآند …»په کتاب کی په دی اړه لیکی چی : « خو هغه چا چی دعامو ټاکنو غږ یی ددی دپاره کاوه چی له یوی خوا دا ملت سره په خپلمنځ کی واچوی او دشورا غړی رامنځته نه شی او وخت تیر کړی او له بلی خوا دغیر اسلامی نړۍ تر منځ دیموکرات معلوم شي . ……(۲۵۳مخ) .


دحزب اسلامی له اړخه د ټولټاکنو دغږ مخالفت تاسې ددې پورته آند څخه په ښه توګه ډاګیزه کولې شئ.


بده به نه وی چی زه په دی اړه د خپلو خاطراتو څخه د یوی خاطری یوه کوچنۍ برخه دلته تکرار کړم .


په کابل کی د استاد ربانی رژیم مسلط و ، ښاغلې حکمتیار یی صدراعظم و خو کابل ته د تللو لاره یی نه ورکوله ، کابل کی کورني جنګونه په شدت سره روان و و، د هزارګانو او استاد سیاف دګوند، د شمال دټلوالی او هز اره ګانو ، د حبل السراج د ټلوالی او حزب اسلامی تر منځ . چاراسیاب د شمال دټلوالی دسختو بمباریو لاندی و . دملګرو ملتونو هیئت ، دهغې ادارې د ځانګړي استازي ښاغلی محمود میستیری تر مشرۍ لاندی دکابل او چاراسیاب تر منځ یو ځل تګ راتګ وکړ. په چار اسیاب کی هغه دخپلو دری کسو ملګرو سره راغی ، دحزب اسلامی له اړخه ورسره د حزب د امیر محترم حکمیتار په مشرۍ یو هیئت وکتل ، په دی کتنه کی زه پخپله هم شریک ووم . دخبرو په جریان کی ښاغلی حکمیتار، ښاغلی محمودمیستیري ته وویل چی : تر اوسه پوری استادربانی په خپله هیڅ ژمنه وفا نه ده کړی ، مونږ څو ځلی ورسره کیناستو ترڅو د ټول ټاکنو دکولو له پاره یی اماده کړو . له مونږ سره خبره پخښه کړي خو وروسته تری بیا تر شا شي . غواړو د استادربانی د ائتلافی اداری په ځای یوه غیرمتنازع فیه اداره ولرو ، ددی اداری له پاره نیک ، مخلص اوپه کار پوه افغانان را ټول کړل شی ، اودهمغوی څخه دی یو کس دموقتی دوری له پاره ولسمشر شي اود پاته نورو څخه دی کابینه او هم والیان و ټاکل شي ، دوی به په راتلونکي ټولټاکنو کی برخه نه اخلی . ددی له پاره زمونږ سره عملی لار شته او هغه دا چی ټول ګوندونه دی د خپلو وګړو پرته د سلو سلو کسانو لستونه تهیه کړي او دا لستونه دی تاسو ته درکړي ، تاسو ددی لستونو څخه همغه کسان لمړۍ واخلئ چی نومونه یی ډیر تکرار شوي ، ورپسي که اړتیا مو درلوده دویمه او دریمه درجه کسان انتخاب کړئ او په دی توګه یوموقت حکومت جوړ اوکارونه وروسپارئ ، د ګوندونونظامی څانګی به منحل اعلان کړل شي، وسله او نور ټول نظامی وسایل به همدی موقت حکومت ته ورتسلیم کړل شی اوپه دی توګه به ګوندونه ټول دخپلو سیاسي فعالیتونو له پاره لاره پیدا او دولس مخی ته به خپل اهداف وړاندی کړی تر څو د ولس رایه تر لاسه کړی . ښاغلی محمود میستیری په ځواب کی وویل چی دا خو ډیر ښه آند دی اوعملی بڼه هم لري ، خو زه به ستاسی دا آند د نورو سره یو ځای واخلم ، ځکه زه ددی ځایه روسیی ته او څو نورو هیوادونو ته سفر لرم ترڅو دهغوی سره پری مشوره وکړم . ….ښاغلی حکمتیار ورته وویل چی : جنګ او نا ارامی دلته په کابل کی ده ، زه د کابل نه یواځی څو کیلومتره لری دلته ناست یم ، استاد ربانی هلته په ارګ کی تشریف لری ، مونږ غواړو دا جنګ څومره ژر چی کیدی شی ختم شی ، او ددی له پاره بل بدیل نه شته ، که تاسو غواړئ دا جنګ ختم شي نو روسی او نورو هیوادو ته مو اوس د تللو اړتیا نه شته ، تاسی همدلته په دغه پلان باندی کار وکړئ ، ……خو هغه اصرار کاوه چی زه بین المللی مسؤلیتونه لرم او دهغی مسؤلیتونو دترسره کولو له پاره مؤظف یم …… په دی توګه د حزب اسلامی هغه وړاندیز هسی په یخ کیښوول شو او حالات همغسی شول چی ټول تری خبر یو . »


داوسني بحران دحل له پاره هم حزب اسلامی افغانستان یوه ۱۵ فقره ی طرحه لري ، دا طرحه مونږ په ۲۰۱۰ کال د فروري په میاشت کی کابل ته یوړه . کابل ته مو د دی طرحې د وروستلو یو ستر علت داو چی دحزب امیر محترم حکمتیار مونږ ته لیکلي و چی :


«محترم ورور …….السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .


الله تعالی موروغ ، خوشحال اوموفق لره او د خپلو ایمانی مسؤلیتونو د ادا کولو توفیق مو تل په برخه وه.


زه دا مناسب ګڼم چې یو دروند هیئت د څو ورځو حتی د څو اونیو له پاره کابل ته ولاړ شي………… له ټولو اړونده داخلي او خارجي لوریو سره وګورئ، خپله طرحه ورته توضیح کړئ، ددوی نظر معلوم کړئ، ….په درنښت .(لاسلیک)»


حزب اسلامي ددې ټولو اړخونو د په نظر کې نیولو سره، په داسې حال کې چې یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو په خلاف خپل نظامي او جهادي مقاومت ته دوام ورکوي د یوه ستر سیاسي ځواک په څیر او د ډیرو وړ علمي کدرونو په درلودلو سره پریکړه وکړه چې ددې بحران د حل له پاره باید د ټول ولس د یوځای کیدو هڅه او هاند وشي . ترڅو د هیواد د استقلال او آزادۍ دغه شعار چې اوس یې حزب اسلامي افغانستان او د طالبانو اسلامي غورځنګ په پوره میړانه او جرئت سره بدرګه کوي ، د ټولو آزادۍ غوښتونکو هیواد والو شعار و ګرځي . طبیعي ده چې دا شعار مونږ له بهر نه خپلو ولسونو ته نه شو رسولې بلکې ددې له پاره باید یو دروند هیئت کابل ته تللی وی او د هغه ځایه د خپل ولس د ټولو پرګنوسره او هم له بیروني اړوندو اړخونو سره په تماس کې شي او د حل لاره ورته تر مخ کیږدي .


ترڅنګ یې باید عرض کړم چې حزب اسلامي افغانستان، چې اوس د خپلې مبارزې نژدې ۴۲ کاله تیروي ، د هیواد په ډیرو بحراني حالاتو کې یې هم د بحران څخه د وتلو له پاره لارې چارې لټولې، طرحې او پلانونه یې جوړ کړي او هغه یې په یوه معقول شکل سره د خپل ولس او په جنګ کې د راښکیلو ډلو تر منځ د سولې د پلان او طرحې په څیر وړاندې کړی دي . د روسانو د سرو لښکرو د تجاوز او تیري په وخت کې هم او د هغه وروسته د په اصطلاح د مجاهدینو دحکومت په وخت کې د خپل منځي کشمکش څخه د خلاصون له پاره هم . خو بدبختانه چې زمونږ د هیواد داخلي او بهرني دښمنان نه پریږدي افغان ویاړلی ولس د خپل استقلال او آزادۍ په پاکه هوا کې خپلواک نظام ولري. څرنګه چې جګړې تل په حزب اسلامي تپل شوي ، نو په همدې خاطر یې تل په جګړو کې راښکیلو اړخونو ته د سولې او تفاهم له پاره خپله طرحه وړاندې کړې، خو د ولس د قیادت مسئله یې تل د ولس خوښې ته پرې ایښې . ځکه حزب په دې باور لري چې د قیادت د ټاکلو یوازنۍ معقوله لار د ولس د خوښې لار ده ،نه د ائتلافي حکومتونوجوړښت اوپه زور پری یوڅوک په اوږو سپرول .


په ۲۰۰۱ م کال په افغانستان باندې د امریکا د بربنډ تیري په پایلو کې چې کوم حالات را منځته شول او هیودا نیغ په نیغه د امریکایي ځواکونو تر ولکې لاندې راغی او د هیواد خپلواکي او ځمکنی تمامیت د بهرنیانو په لاس کې ولوید، نو په هماغه وخت کې د حزب قیادت د بهرنیو د ولکې په خلاف قیام وکړ او د خپل هیواد د استقلال د بیرته اخستو له پاره هم په ګرم سنګر کې ، لکه د روسانو د تجاوز په خلاف، و درید او هم یې د دې ولکې او اشغال د پای ته رسیدو له پاره خپله سیاسي طرحه وړاندې کړه او اعلان یې وکړ چې مونږ د بهرنیو له ولکې څخه د هیواد د خلاصون له پاره دوه لارې لرو: لومړۍ دا چې بهرنیان د یوه معقول مهال ویش له لارې چې د دواړو اړخونو له اړخه پرې توافق شوی وي زمونږ هیواد پریږدي اوبیا په هیواد کې د ټولټاکنو له لارې د پردیو د لاسوهنو پرته ، خپلواک نظام جوړ شي، خو که داسې ونه شي، نو د هیواد د خپلواکۍ او استقلال د بیرته اخستلو په خاطر به د خپلې ځان ځارنې سنګرونه ګرم وساتي .


زما هیله داده چی هغو افغانانو چی تر اوسه یی دا طرحه نه وي لوستي ، دا طرحه دې ولولي او خپل آند دې له مونږ سره په کی شریک کړي .ددې میثاق د لوست نه وروسته به ټولو لوستونکو ته دا ډاګیزه شي چې حزب اسلامي افغانستان په دې میثاق کې دخپل ځان له پاره هیڅ ډول امتیاز هم نه دی غوښتې بلکې دا د ولس د راټولولو له پاره یو غږ دی او مونږ دا غږ ټولو منورینو ته، او هغوی ته چې د هیواد د استقلال سره مینه لري، رسولې ، تر څو په خپلو خبرو، لیکنو او خپرونو کې په پوره شهامت سره ددې غږ ملاتړ وکړي .


باید ډاګیزه وي چې ددې رسمي هیئت د تللو څخه مخته ، حزب اسلامي افغانستان هیڅ کله او هیڅ وخت هم په پټه اویا په ښکاره توګه د کابل د حکومت سره، د یوشمیر وګړو د شخصې کتنو پرته، په خبرو اترو کې ګډون نه دې کړې او نه په پټو خبرو باور لري. د حزب اسلامي تګلار ه څرګنده او ډاګیزه ده . حزب هر وخت او په هر ډول شرایطو کې د هیواد د لانجې او غمیزې د حل لپاره معقولې طرحې وړاندې کړي، پخوا تر دې هم مونږ په همدغه ډول یوه طرحه باندې کار کړی و اوهغه مو د اروپایي هیوادو او انګلستان د پارلمانونو غړو، د بهرنیو چارو وزارتونو او ان د ناتو سر منشي پورې رسولې او د یو شمیر سیاستپوهانو سره مو په دې اړه لیدنې کړې، خو دا ټولې لیدنې د حزب د رسمي هیئت په څیر نه، بلکې په وګړیزه توګه تر سره شوې .


دا باید ډاګیزه کوم چی اوس همدغه ۱۵ فقره ی طرحه د هیواد په ګڼو تلویزوني خپرونو کی د بحث له پاره ایښوول شوې ده . د ښاغلي عباسي ، دښاغلي هاشميان ، د اغلې ظهرایوسف ، د شاغلي ډاکټر….. اوهمدا راز دافغانستان دداخل څخه په خپریدونکو تلویزونو شبکو کی لکه ، شمشاد ، طلوع ، لمر ، لمړۍ کانال ، او ……تر څنګ یی په ګڼو مطبوعاتو او بریښنایی پاڼو کی دبحث له پاره ایښول شوې ده . تاسې کولای شي چی په دی اړه زما کتاب ( دهیواد دسیاسي حل له پاره «زمونږ آند») چي په مختلفو پلورنځیو کی پلورل کیږی ترلاسه کړئ او یا هم ددعوت بریښنایی پاڼی ته ددی کتاب د لوستلو له پاره مراجعه وکړئ .


« د ژغورني دملي ميثاق خلاصه دا ده: د افغانستان د قضيې ټول بهرني او كورني لوري دي له دې ميثاق سره توافق وكړي، له دې ميثاق سره له توافق وروسته به ټول بهرني ځواكونه په لومړي قدم كي له ښارونو وځي او نظامي مركزونو ته به انتقالېږي، د جولاى (سرطان) په مياشت كي به له افغانستانه د دوى وتل پيل كېږي او په شپږو مياشتو كي به بشپړ كېږي، په دې مودې كي به نه د عملياتو حق لري، نه د كورونو د تلاشۍ او د افغانانو د نيولو او محاكمه كولو حق. ټول هغه زندانونه به تړل كېږي چي اوس د بهرنيو ځواكونو له لوري په افغانستان كي جوړ شوي، ټول بنديان به خوشي كېږي، د افغان امنيتي ځواكونو په مشرتابه كي به هغه څوك نه وي چي له نورو سره ئې په جگړو كي برخه اخيستې وه، اوسنى حكومت او پارلمان به د سږكال تر پسرلي دوام كوي، په پسرلي كي به په آزاد او خپلواك افغانستان كي انتخابات ترسره كېږي، په دې انتخاباتو كي به د اوسني حكومت چارواكي د برخي اخيستو حق نه لري، مگر دا چي تر انتخاباتو درې مياشتي مخكي له خپلي دندي استعفا وكړي، قدرت به منتخب حكومت ته انتقالېږي، د اساسي قانون په اړه به راتلونكې منتخبه ولسي جرگه پرېكړه كوي، په اختلاس، قاچاق، ملي خيانت او جنگي جناياتو تورن كسان به د شريعت مطابق محاكمه كېږي…


مونږ دا طرحه پخوا هم خپلو رونډ آندو افغانانو ته وړاندی کړې او دادي یو ځل بیا یی ستاسي له لاري خپلو درنو افغانانو ته وړاندې کوو . که څوک غواړي ددي نه ښه او معقوله داسی طرحه را وړاندی کړي چی د هیواد ازادي او استقلال په کي تأمین شي او ولس دخپلواکه ولسواکه نظام خاوند وګرځي ، نومونږ پری دبحث له پاره تیار یو .


دا چی تاسې پوښتلي چی : آيا ای اېس ای سره ستاسو پخوانی تړاؤ ستاسو اوسينی صفا موقف څنګه په ډاګه کوي، کله چې حتی په لیکنه کې بې پرې نه يې او پاکستاني استخباراتي جنرال ته مو ٫٫دروند٬٬ لغت کارولی؟ که هو نو په څه ډول اوس خپله بې پرې توب څرګندوۍ؟


ما پخپله شننه کې په دې اړه لږ څه وضاحت کړې ، او هم می د بی بي سي سره په ۲۰۰۴ کال په یوې مرکې کې په دی اړه پوره څرګندونه کړې . په افغانستان باندی د شوروي د سرې اردو وحشیانه یرغل اوبیا د میلیونو خلکو لیږد ، او ترڅنګ یی دخپل هیواد د استقلال او ازادۍ په خاطر د جهاد د څپو پیلامه یو طبیعی کار و او زمونږ ولس ته دا ورپه غاړه وو چی یا خو به دخپلې ازادۍ او استقلال له پاره ملاتړي اویا به د مرکزي اسیا د هیوادو په څیر دغلامۍ زنځیرونه په غاړه کی اچوي ،


په هغه وخت کی په پاکستان کی ګڼ شمیر ګوندونه جوړکړل شوو. لکه د اوس په څیر په کی غربي هیوادو او ګاونډیانو هم پوره دلچسپی درلوده . په پاکستان کی د جهادي دغو ګوندونو موجودیت اوپه افغانستان کی د شوروی د زبر ځواک په مقابل کی دریدل په خپله یوه درنه خبره وه ، نو که چا غوښتل او که نه یی غوښتل مجبور و دخپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره دپاکستان دغې استخباراتي ادارې سره اړیکي ولري . حزب اسلامی افغانستان د یوه پخواني سابقه لرونکي ګوند په څیر د ډیرځواک خاوند وو . او اوس خو تاریخې حقایقو دا مسئله ښه رابربنډه کړې ده . پیټرټامسن د امریکا له اړخه د مجاهدینو له پاره سیار سفیر ټاکل شوې و. هغه هڅه کوله قوماندانان د سیاسي ګوندونو څخه ګوښه کړي اوپه دی توګه سیاسي ګوندونه دخپل ځواک څخه بی واکه او د امریکا فرمایشاتو ته یی کښینوي ، ګڼ شمیر قوماندانان د قومندانانو په هغه شورا کی ورګډ شول چی دښاغلي پیټر ټامسن له اړخه جوړه کړل شوي وه . یواځې دحزب اسلامي قوماندانو د هغې شورا په ګډون کی برخه وانه خسته . یوه ورځ په کویټه کی پیټر ټامسن د یوه خبرنګار د پوښتنی سره مخ شو ، ورته یی وویل چی : تاسی له یوه اړخه دبنسټ پالۍ مخالف یاست او دبله اړخه په افغانستان کی بنسټپالان تقویه کوئ ، دنموني په توګه د حزب اسلامی بنسټپاله ګوند. هغه ورته په ځواب کی وویل چی : ستا خبره سهي ده چی مونږ به دحزب اسلامی سره څه مرسته کوو ، ځکه حزب اسلامی د افغانستان په ټولو ولسوالیو کی قومندانان لري ، دروسانو په مقابل کی ښه جنګیږی ، وسلي اووسایل نه پلوري ، منظم ګوند دې . خو مونږ دهغوې وزرونه پرې کړي دي ، کابل ته د الوت څخه مو ویستلې ….. ( دحزب اسلامی په اړه دامریکایانو آند) چی دا پخپله دحزب اسلامي په ازادۍ او استقلال باندی یو څرګند مثال دې .


دپاکستان د نظامي استخباراتو د اداري سره به دحزب اسلامی د اړیکو په اړه وروسته په خپل کتاب اوخاطراتو کی ډیر څه ډاګیزه کړم ،خو اوس دلته یواځې د (مولوي خالص د اند ، فن او ژوند دلیکوال ) محترم حاجی صیب دین محمد یوه لیکنه رااخلم. هغه لیکی چی: «کله چی جنرال اختر عبدالرحمن له دې دندې ګوښه شو اوپر ځاې یی جنرال حمیدګل وګومارل شو ، حمیدګل (بریګډیر یوست ګوښه کړ اوپر ځای یی بل سړی راوست ….)دهغه دتبدیلیدو څخه وروسته د جنرال حمیدګل او حمکتیار تر منځ اړیکې خرابي شوې ، اوپه دی ورځو کی مولوی خالص د اتحاد مشر و . جنرال حمیدګل د مولوي خالص د وسلو د ډیپو دلیدلو له پاره شمشتو کمپ ته راغې ، او مولوي خالص ته یی وویل چی مونږ غواړو د وسلو هغه سهم چی حکمتیار ته ورکوو هغه هم تاته درکړو .ترڅو ستا تنظیم پیاوړې شي ، ځکه حکمتیارسره زمونږ ستونزه را ولاړه شوي ده » ( دکتاب ۱۳۵ مخ ). دا یوه نمونه ده .دحزب اسلامی دازادۍ او خپلواکۍ ډیرې نورې نمونې شته چی دا لیکنه یی نه شي رانغاړلې .


په هغو وختو کی د وسلی ویش پخپله ډګروال یوسف په لاندی توګه تشریح کوي ، ( په ۱۹۸۷ کی د وسلو ټولیزه سلنه داسی وه : حکمتیار ۱۸-۲۰ پورې ، ربانی د ۱۸ تر ۱۹ پورې ، سیاف ، ۱۷-۱۸پورې ، خالص ۱۳ نه تر ۱۵ پورې ، نبي ۱۳-۱۵ پورې ، ګیلانی ۱۰تر ۱۱ پورې ، مجددي د ۳- تر ۵ پورې …..)


یوسف وایي چی«یواځي فوځي معیارونه په ډیرځیر په پام کی نیول کیدل او له دغه معیارونو پرته بل هیڅ شي نه و. هغه وایی : یو شمیر ګوت نیونکي دخپلو سیاسی لیدلور پر بنسټ پرمونږ ګوته نیوله چی مونږ د ځانګړو ډلو پلوي کوو خو له نیکه مرغه ما دیوه سر تیري په توګه دا وړتیا درلوده چی دغه ادعاوی و غندم . …»


«دخرس تلک ، لیوکوپر ، لندن ، ۱۰۵ مخ »


دمجاهدینو ګوندونو ته دا ټولی وسلې د پاکستان د نظامي استخباراتو له اړخه ورکول کیدې . په دی اساس دغو استخباراتي ادارو د خپلو کاري امورو په اړه د مجاهدینو د ګوندونو سره ځانګړې اړیکي درلودي او دا کومه پټه خبره نه وه او نه ده . همدا اوس د امریکا په لاسو د افغانستان د اشغال په وخت کی څومره کسان په پیسو ، وزارتونو ،ریاستونو ، مؤسسو او …..باندي وپلورل شو . ان تر دې چی هغه پښتانه نشلستان هم دامریکانوپه چوپړ کی د یو څو ډالر و دپیداکیدو په خاطر داسی ودریدل چی تر اوسه یی هم دخپل پښتون ولس د وژلو په اړه لږ تر لږه یوه محکو مونکي اعلامیه هم نه ده خپره کړی ، او که خپره کړي یی هم وي نو زما له نظره نه ده تیره شوې.


دا په داسې حال کی وو چی دحزب امیر څو ځلی دپاکستان د ناسمو پالیسو په خلاف داحتجاج په توګه پیښور پرې ایښی اوپه افغانستان کی خپل نظامی مرکز سپینی شګې ته ورغلی ، ځکه هغه نه غوښتل د نورو له اړخه دیکته شي . دحکمتیار اوحزب اسلامی ستره ستونزه همدا وه چی بل ته یی سر نه ښکته کاوه . غوښتل یی دخپل ولس دبرخلیک په پریکړو کی پخپله ورګډوي . د رونالډ ریګن ، دوخت ځواکمن ولسمشر ، سره د ښاغلي حکمتیار د نه کتلو یو علت همدا و چی رونالډ ریګن غوښتل د روسي ولسمشر ګورباچوف سره په داسی حال کی وویني چی د مجاهدینو د نمایندګئ کارت یی په لاس کی وي خو حکمتیار نه غوښتل دا کارت ریګن او یا بل کوم چاته په لاسو کی ورکړی . دحکمتیار ګناه همدا ده چی هغه غواړي د افغان ولس تقدیر پخپله د افغان ولس د نمایندګانو په واسطه و ټاکل شی ، نه دپردیو په دیکته او حکم باندې .


دا چی ویل کیږی چی اې ایس اې یواځی د حزب اسلامی اړیکي درلودل ، سخته تبلیغاتی حربه ده چی دحزب اسلامی په مقابل کی کارول کیږی . پخپله ښاغلي حکمتیار په دی اړه په خپله لیکنه کی کاږی چی :


« د مقاومت په دوران كي پاكستان د غرب تر فشار لاندي وو او ترې غوښتل ئې چي د مقاومت قيادت د بنسټپالو (حزب اسلامي) له لاسه وباسي او غربپالو ته دا شرائط برابر كړي چي د مقاومت زعامت د هغوى په لاس كي پرېوځي، ټولي هغه افغاني ډلي چي په پېښور كي جوړي شوې موخه ئې همدا وه، خو هغوى په دې ونه توانېدل چي د مقاومت مشري غربپالو ته وسپاري يا له دوى يو ځواكمن او اغېزمن لورى جوړ كړي. كه د حزب اسلامي مقاومت نه وى نو غرب به ظاهرخان ډېر دمخه راوستى وو، جمعيت د ده له راتلو سره موافقه كړې وه، جبهه نجات، محاذ ملي او حركت ورسره موافق ول او تاسو حتماً خبر يئ چي د ظاهر خان په اړه د طالبانو دريځ څه وو!! مرحوم ضياء الحق د افغاني ډلو د مشرانو په يوې غونډي كي دا غوښتنه وكړه چي د ظاهرخان له راتلو سره موافقه وكړو، يوازي ما مخالفت وكړ، د جلسې فضاء سخته خړه پړه شوه، ما وويل: افغان مجاهدين د اسلام لپاره قرباني وركوي، كه احساس كړي چي قربانۍ به ئې د ظاهرخان په راتلو منتج كېږي نو هيڅوك به د خپلو وينو نذرانه كولو ته چمتو نشي، كه غواړئ چي دا مقاومت ختم شي نو ظاهرخان راولئ. زما او د ضياء الحق تر منځ په دوو مواردو كي سخت اختلاف راولاړ شوى: چي يو ئې همدا د ظاهرخان قضيه وه او بله ئې له ريگن سره د ملاقات نه كولو قضيه، هغه له ريگن سره وعده كړې وه چي د مجاهدينو وفد به له تا سره ملاقات ته درځي او په سپيني ماڼۍ كي به دا ملاقات ترسره كېږي، د هيئت مشري زما په غاړه وه، ما له خوا د دې لپاره له داسي ليدني ډډه كوله چي د افغان جهاد اسلامي هويت او خپلواكي تر پوښتني لاندي رانشي او په نړۍ كي ئې اعتبار ته صدمه ونه رسېږي، او له بلي خوا د دې لپاره چي امريكا ځان د افغان جهاد وصي او قيم معرفي نه كړي او له مسكو سره پرې د راكړي وركړي معامله او مصالحه ونه كړي، الحمد لله هغه ليدنه ترسره نشوه، ما ته تر نن پوري د دغه موقف سزا راكول كېږي، هم د پاكستاني چارواكو له لوري او هم د امريكا له لوري، خو زه پرې فخر كوم او د داسي سزا گاللو ته چمتو وم او يم. »


ښاغلي حکمتیار مخته کاږي چی :«آيا پوهېږئ كه ما له دغي خطرناكي منصوبې سره كلك مخالفت نه وى كړى جهاد به له كوم برخليك سره مخامخېدو؟!! يقيناً چي زموږ د شهداوو ويني به هدر تلې، د جهاد اسلامي هويت به له منځه تلو او د غولوونكې آزادۍ په غربپال مقاومت به بدلېدو.» (دحکمتیار لیک….)


ددی ترڅنګ لکه چی مخکی ما پخپلې یوې بلې شننې کې ‌ډاګیزه کړې چی : دپاکستان سیاسي او نظامي واکمنانو چی کومه ستره جفا د حزب دحقه حقوقو په خوړلو کی دخپل تعصب په اساس تر سره کړي ،په تاریخ کی مثال نه لری . په پاکستان کې درې ځله موقت حکومتونه جوړ شوي ، خو دحزب ځواک یی تل په کی له نظره غورځولې او ان په اخري ځل ، دپیښور په ګورنرهاوس کی خویی دحزب امیر هم په حکومت کی دګډون څخه دمنعي کولو ژمنه لاسلیک کړه . ترڅنګ یی د اي ایس اې پخوانې مشر جنرال جاوید ناصر چی کله دنوازشریف سره کابل ته راغې نو په ډاګیزه توګه یی وویل چی « که حزب اسلامی په کابل باندی واکمن شوې هم وې نو مونږ به دخپل فوځ په ځواک هغوې له واکه ویستلې واې ! په داسی حال کی چی هغوی د شمال دټلوالې مسؤلینو ته هم دولسمشرئ اوهم د دفاع د وزارت کلیګاني په لاسو کې ورکړې ، ایا دوستي همداسي وي ؟؟؟


دا چی ما د جنرال حمیدګل له پاره د« دروند» لفظ استعمال کړی ، هغه زما د لیکنو ادبي برخه ده . زه پخپله عادت لرم چی په لیکنو کی د ادبي الفاظو مراعات ساتم . د بله اړخه جنرال حمیدګل اوس هیڅ دنده نه لري . که څه هم ځان افغان ګڼی خو اوس یو عادي پاکستاني دې . دخپلی سیاسي زیرکتیا او پوهې له مخې د پاکستان او سیمي یو سیاسي کار پوه ګڼل کیږي . او په دي اړه کله کله خپله آند را ډاګیزه کوي . زمونږ دهغی دشخصیت سره څه کار نه شته ، ما دهغي دڅرګندونو په اړه خپله رایه څرګنده کړي ، د بدو الفاظو د استعمال په ځای می هغه اودهغي پخوانۍ اداره څیړلې ، او هغه نارواوې یی چې زمونږ د ولس سره ترسره کړي هغه مې ورته را یادې کړي او دخپل ولس د اذهانو دروښانه کولو له پاره مې تاریخ ته پری ایښی ، او دا چی دحزب اسلامی په اړه دپاکستانیانو پخوانې او اوسني دریځ می دخپل ولس تر مخه ایښې دې . دا هغه زاویی دي چی نه پرې چا رڼا اچولې او نه په راتلونکې کې داسې څوک شته چی پرې رڼا واچوي . خو زه به دخپلې دغې تاریخې دندې د ترسره کولو له پاره خپل مسؤلیت پوره کوم .


) همدا رنګه پورتنی سوال د هرې ډلې غړو او پخواني کمونيسټي ګوندونو او پلوويانو ته هم مراجعه کېږي .


زه به یی هم همغوې ته په ډیر درنښت پریږدم ترڅو هغوی دخپلو سیاسي کړو وړو په اړه پخپله معلومات وړاندي کړ ي.


) تاسو په لیکنه کې د کابل باندې کورنۍ جګړه مو ياده کړه ستاسو په آند چې تاسو هم ووېل چې ټولې جنګي ملېشې او جنګسالاران د خلکو له کورونو څخه ېې په زوره مورچلې جوړې کړې وې ، نو ستاسو اسلامي وجيبه دا اېجابوي چې تاسو بيا هم بمونه ووروی ؟ که تاسو ته پکار و چې د رباني محل ، د دوستم پته او مسعود په پته ځان خبر او بيا دولتي ماڼی باندې باید بمبارد شوی وی ؟ تاسو افغانانو ته څه واياست؟ او ايا هغه چې وشول د افغان ولس څخه د بخښنې غوښتنې وړ دي که نه ؟


لکه څنګه چی مخته می ورته په خپلی شننې کې لږ څه اشاره کړي چی دا جنګونه څه ډول ، د چا له اړخه او د څه له پاره پیل شول ، دحزب اسلامي په خلاف ددی جنګونو او ورانیو په اړه باید عرض کړل شي چی :


« دا خبری د تبلیغاتي استخباراتي ایجنسیو او مجاهد ډوله کمونستانو له خوا د حزب اسلامی پر ضد جوړیدې او د كابل د هغو سيمود ورانېدو مسئوليت به ئې هم د حزب په غاړه اچولو چي د كابل طيارو د بمباريو او د آسمايي غره له سره د توپونو، ټانكونو او راكټو په ډزو كي به وراني شوې وې، دې ته هم باید متوجه وو چي په كابل كي يوازي هغه سيمي وراني شوې چي په جنوب كي پرتې دي او اكثر استوگن ئې پښتانه دي، لكه بگرامي، تره خيل، هود خيل، چهل ستون، رحمن مېنه، چهارآسياب او نوري سيمي، البته خوشحالخان مېنه، كوټه سنگي، دهمزنگ، دارلامان … د شوراى نظار، اتحاد او وحدت په جگړو كي وراني شوې، د كابل هغه سيمي روغي پاتې دي چي د شمالي ټلوالي په واك كي وې، لكه كارته پروان، خيرخانه، باغ بالا، كرته نو، د ارگ او صدارت شاوخوا …،


ښاغلي حکمتیار په دی اړه لیکی چی :موږ هغه مهال كابل ته د وسلې په زور او د جنگ په مټ د ننوتلو اراده قطعاً نه درلوده، غوښتل مو د محاصرې له لاري د كابل چارواكي د هغي معاهدې پلي كولو ته اړ كړو چي له موږ سره ئې درلوده، د معاهدې له مخي بايد كمونيستان له قدرته گوښه شوي وى او انتخابات ترسره شوي وى، په ائتلاف كي شاملو كمونيستانو د جنرال دوستم په شمول د پېښور، پنډۍ او جلال آباد معاهده نه منله، كابل ته د حزب د تلو او په موقت حكومت كي د حزب د غړو د برخي اخيستو مخه ئې نيوله، غوښتل ئې حزب د كابل له شاوخوا وباسي، د همدې لپاره ئې د حزب په سنگرونو پر له پسې بريدونه كول، حزب فقط دغه بريدونه شنډ كړي، په هغو څلورو كلونو كي شاوخوا اوه اته لوي نښتي شوې، دا ټولي نښتي د دوى له لوري پيل شوې، موږ فقط دفاع كړې، په دې نښتو كي د دواړو خواوو نږدې يو نيم زر كسان وژل شوي، ډېرى ئې زمونږ په سيمو كي او د هغو بمباريو او ډزو له كبله چي په دغو سيمو ترسره كېدې، د كابل ډېرى مرگ ژوبله د هغو نښتو په ترڅ كي رامنځته شوي چي په ائتلاف كي د شاملو ډلو مخصوصاً وحدت او اتحاد تر منځ شوې، او د دې شمېر په هيڅ توگه هومره نه وو چي بي بي سي ويل. كه موږ له فشار پرته او د جنگ له لاري قدرت ته د رسېدو اراده درلودى نو دا جگړه به مو نورو سيمو ته هم غزولې وه، موږ ته ډېرو دا وړانديز كاوو چي د كابل محاصره پر خپل حال پرېږدو او جنوب، شرق او غرب له ائتلافي ډلو تصفيه كړو، خو موږ نه غوښتل د جگړي لمن نورو سيمو ته خوره شي. حقيقت دغه دئ، راشه د جنرال نبي عظيمي كتاب (اردو و سياست) ولوله، هغه په دغه كتاب كي په دغو خبرو اعتراف كړى، جنرال نبي عظيمي چي د پرچم د ډلي مهم غړى، د نجيب او رباني په حكومت كي د كابل گارنيزيون ځواكمن قومندان وو، د خپل كتاب “اردو و سياست” په 565 مخ كي ليكي: “عبدالوكيل د خارجه چارو وزير له مخكنيو تماسونو وروسته په 27/1/1371 د داكتر نجيب “چى تر دې نېټې لا جمهور رئيس وو” په مشوره او اجازه پروان ته ولاړ او له مسعود سره ئې وليدل، مسعود د ده دروند استقبال وكړ. پدې وخت كي د وكيل او د اجرائيه بيورو طرحه ورته او د رأيو په اتفاق داسي وه: له مجاهدينو خاصتاً مسعود سره د ائتلافي حكومت تشكيلول. كه نور له ائتلافي حكومت سره موافق نه وو د گلبدين حكمتيار په خلاف گډه جبهه جوړول او د كابل ښار له شا او خوا د هغه ايستل او د قدرت مساويانه وېش”!!!


هغه په 566 مخ كي ليكي: “عبدالوكيل له تلويزيون سره د خپلي مركې له لاري وويل: ټول تنظيمونه حاضر دي چي د كابل له دولت سره ائتلاف وكړي او يو پراخ بنسټه ائتلافي دولت جوړ كړي، لدې كبله د ده په گمان د ملل متحد د پلان د تطبيق ضرورت نشته. هغه وويل: يوازي حكمتيار لاتراوسه له دولت سره د ائتلاف مخالف دئ”. هغه وروسته په همدې مخ كي ليكي: “مزدك، كاوياني او وكيل راتلونكې ته په اميدوارۍ سره كتل او مسعود ئې قهرمان گڼلو، ما پوښتنه وكړه: څومره په مسعود اعتماد كولى شو؟ كاوياني او مزدك جواب راكړ: مسعود خپل رقيب حكمتيار ته د ماتې وركولو لپاره هر راز سازش او روغي جوړي ته تيار دئ!! او پدې هكله هيڅ تشويش ندى پكار!!”


په 630 مخ كي ليكي: پدې وخت كي يوازي لوى درستيز آصف دلاور وو چي د جگړو سوق او اداره ئې په لاس كي وه، نور د رباني او مسعود په شمول په كاريز مير او خيرخانې كي اوسېدل، ويل كېږي چي رباني په شپو ورځو د دكو په يوه تاكوي كي اوسېدو. شوراى نظار بې روحيې وه، يوازي د جنرال دوستم افرادو او سابقه نظامي قطعاتو اوچته روحيه درلوده او مقاومت ئې كولو. دلاور وايي: له حكمتيار سره د يوې پرېكندي جگړي لپاره عمليات پيل شول، حكمتيار مقاومت كولو او زموږ د قطعاتو مخكي تگ كم وو خو بلآخره د ده مقاومت مات شو او موږ برى ته نږدې شوو، د ده افرادو د لومړى خط مورچلى پرېښودى، حكمتيار خپله ماته احساس كړه او بيا ئې د اوربند وړانديز وكړ، دلاور وويل: مجبور شوم له رباني سره وگورم او هغه ته ووايم چي عمليات بايد ادامه وكړي ترڅو حكمتيار تسليم شي خو رباني وويل: لوى درستيز صاحب! زه اختيار نلرم، د بهرنيو دوستانو تر فشار لاندي يم ! او پدې ترتيب يو ځل بيا حكمتيار روغ رمټ خلاص شو. دلاور وويل: كه يوه ورځ نور هم عملياتو ادامه كړي وى زموږ ځواكونو چهارآسياب نيولو او د كابل په شا او خوا كي جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدله”


یو پخوانې مجاهد په خپلو خاطراتو کی لیکی چی :مونږ هم په کابل کی ولو چهار اسیاب د شمالی ایتلاف د حملو لاندی وو زما سر هم پکی مات شوی داسی بمونه به یی ویشتل چی لس هاوو مترو کندی به یی جوړی کړی ،جټ طیاری هغوی سره وې ، پیلوتان یی کمونستان یا روسان ول او هره ورځ به یی بمب باری کولی زما په یاد دی چی کله یی چهار اسیا باندی حملی وکړی مونږ ذخیرو ته لاړو داسی بمونه به یی ویشتل چی ټول غر به یی و خوځاوه، د کابل جنوب ټول دهغوی په بمب باریانو خراب شوی څه وکړو همغه پخوانی کمونستان ورسره یو ځای شوی ول چی روس ته یی د حملی بلنه ورکړه او د یو نیم میلیون افغانانو نفسونه یی واخیستل .په دی جنګ کی یی هم ټول کوشش دا و چی حزب بدنام کړی او کابل وران کړي ،بیا به دکابل غرب هم تاسو لیدلی وی چی هلته حزب اسلامی حضور نه درلود هلته مزاری اودنظار ډلې وي د یو دبل سره د تفاهم له پاره لاسلیک هم کړی و، د امضا رنګ یی لا وچ شوی نه وو چی د کابل غرب یی په بمب بارانو وران کړ لس زره کورونه صرف په افشار کی وران شول دری زره مړه او ولس زره زخمیان .کوټه سنګی هم ورانه شوه هلته هم حزب اسلامي چاسره جنګ ندی کړی حزبیان د نجیب له سقوطه وروسته کابل ته داخل شول حتی ارګ ته داخل شول خو چی شمالی ایتلاف پر هغوی حمله اوکړه بیا ورته امر وشو چی په شا شی په دی په شا شول چی ښار کی جنګ د عام خلکو وژنه کیږ .په دارالامان او دی مزنګ کی هم حزب وحدت له شورای نظار سره په جنګ بوخت ولو
حزب اسلامي په چهاراسیاب کی وو چهل ستون او بګرامی، شاه شهید او د میوند سړک اوله برخه کوم ځای کی چی تاج بیک تپې دی چی دا ړنګ شوی او دی ځایونو کی خپله حزب اسلامی حضور درلود حملی به هغوی(دکابل واکمنو) پری کولی چتونه به یی هغوی خرابول، نه دا چی خپله په خپل چت ډزی وکړی په اصل کی ټول مشکلات په هغه کودتا کی ول چی د نجیب په ضد وشوه او لاس لیک یی د روس او آمریکی تر منځ شوی وو دا خبره نن هر عقل مند سړی کوی حتی د شورای نظار څه غړی هم همدا خبره کوی چی مشکلات له هغه کودتا جوړ شول چی کمونستانو سره یو ځای یی د نجیب په ضد وکړه چی پاکستان ایران هند روس امریکی یی ډیر سخت ملاتړی کاوو او حزب په میدان خالی پاته وو دلته د دوی مقصد د حزب ختمول ول غوښتل یی چی اول یی اقتصاد خراب کړی او په جنګ کی یی اسلحی ختمی کړی کوم تنظیم سره چی استعمار تر دی حده دښمنی کوی هغه کی به حتما څه ښه والی وی. سپينی شګی کی مو ډیر وخت تیر کړی ،د دوی دا خبره سل په سلو کی دروغ ده هلته صرف مجاهدین اوسیدل، شاو خوا نه کوم ښار وو ،نه لوی بازارو چی مخالفین پکی وی، ټول عام خلک ول چی مجاهدین پری ګران ول او اوس هم پری ګران دی، نو ولی به مجاهدین هغوی مړه کول ؟!(دیوه پخواني مجاهدخاطرات ، دشهادت لیکنه )


په هرصورت ، جنګ محکوم دې ، هغه که د هر چا تر منځ وي ، که دوګړو تر منځ وي او که د ګوندونو تر منځ ، دقومونو تر منځ وي او که دهیوادونو ترمنځ ، حزب اسلامی افغانستان اوقیادت یی دجنګ نه کرکه او نفرت لري حزب اسلامی د یوه سیاسي ولسواکه ګوند په څیر ددی مکلفیت احساسوي چی خپل ولس ته د هوسایی او رفاه لارې چاري پیدا کړي . اوحزب تل په دی لارو پیدا کیدو کی قدم اخستي او وړاندی کړي یی دي . خو جنګ تل همغه وخت رامنځته کیږی چی دښمن دی سولی ته نه پریږدي ، دا اوس همداسي یو جنګ روان دې ، یا به دامریکا زبر ځواک ته تسلیمیږي ، د نورو پخوانیو په اصطلاح جهادي اوغیرجهادي مشرانو په څیر به دهغوی دڅو ډالرو دسترخوان په مقابل کی خپله ازادۍ او استقلال دهغوې تر مخ ږدی او که نه دخپلواکۍ غږ دې وکړ نوبیا یی دښمن یی .


حزب اسلامی افغانستان ،نه یواځې د کابل بلکه دهیواد په ګوټ ګوټ کی په هرجنګ کې که د هرچا له اړخه یی صورت نیولې وي ، اوکه هغه همدانن دامریکایانو دزبرځواک له اړخه زمونږ هیوادوال په کي سوزیږي ، وژل کیږی ، دهغوې د ټولو کورنیو سره دزړه له کومي خواخوږي لري . دهغوې په غمونو کی خپل ځان ګډ ګڼی او دګوند ټولو غړو ته یی لارښوونه کړې چی دداسي کورنیو خدمت ته ورودانګی .


) تاسو د کرزي مخته پېژندګلوي هم پېژنۍ او ستاسو ډېر نژدې جهادي انډيوال هم پاتې شوی کله چې ستاسو د امريکې په سر ورسره ورانه شوه نو په ۲۰۰۸ کې تاسو ولې کابل ته د هغوی لیدو ته ورغلۍ؟ بيا په تاسو خو بريد هم ندی شوی او تاسو په سرينا او کانټننټل کې وخت تېر کړ دا څنګه؟


فکر کوم چی په دی اړه ما مخته توضیحات وړاندي کړل . تر څنګ می په دی اړه ددعوت د بریښنا پاڼی سره ډیره تفصیلی مرکه کړی ، همدا راز می په خپل کتاب « زمونږ آند » کی په دی اړه تفصیلی بحث کړی ، او ټول هغه څه می چی کتلی د یوه ښکلي تاریخي داستان په توګه می دلوستونکو مخی ته ایښي دې . خو په لنډه توګه باید عرض کړم چی : دا يو ستر او انقلابي اقدام وو چي د حزب زړه ور هيئت د كابل په زړه كي، په ارگ كي، له بهرنيو او كورنيو لوريو سره، د لومړي ځل لپاره او په صريح او واضح الفاظو وويل: كه سوله او د جگړي پاى غواړئ نو بايد تر ټولو د مخه د افغانستان اشغال پاى ته ورسېږي، بهرني ځواكونه له افغانستانه ووځي، افغانانو ته دا موقع وركړى شي چي د خپلي خوښي حكومت جوړ كړي!! تر څو چي بهرني ځواكونه نه وي وتلي جنگ به دوام لري!! دا یو داسي قدم و چی تر دې د مخه چا د دې خبري جرأت نه وكړى. په ټول ډاډ او اطمئنان سره ويلى شو چي كه له دغي ورځي وروسته هر څوك په كابل كي دغه خبري تكراروي نو هغه به د حزب اسلامي تقليد كړى وي او په ثواب كي به حزب برابره برخه ورسره لري، دا ځكه چي د دې سنت بنسټ د حزب اسلامي هيئت كېښود!!


دا چی مونږ هلته په یادو کړل شووهوټلونو کی اوسیدو ،علت یی داو چی زمونږ د امنیت دخوندي ساتلو په خاطر حاکم رژیم مسؤلیت درلود. هغوې څوځلې شفاهي او لیکلي ځوابونه را لیږلي وو چی دحزب اسلامی یو باصلاحیته هیئت باید راشي تر څو د هیواد دغمیزي دپاې ته رسیدو په اړه ورسره خبرې وکړل شی . کله چی دحزب دغه لوړپوړې هیئت کابل ته ولاړ نو دولت مجبور وو دخپل کریډټ او اعتبار په خاطر هم دهغوې درناوې وکړي او امنیت یی و ساتي . خوباید دا ډاګیزه وي چی دهیئت غړو نه خو د هوټلونو غوښتنه کړي او نه یی دا ډول غوښتنې ته اړتیا درلوده .


) زما له آنده د آزمويلي بيا آزمون تېر وتنه ده . که حزب اسلامي وي ، که جمعيت ، که شورا نظار ، يا دوستم ، يا سياف ډله يا هزاره ډلګۍ ټولې وآزمويل شوې او مشران ېې نه دا چې په سياست نه پوهېدل چې تاسو هم اقرار کړی بلکې چور ، چپاول ، قتلونه مرګونه ورانی ېې وزېږول او د چوکۍ پر سر ېې ګاونډيو او تر دا نن اروپايي او امريکايي استخباراتي کړيو ته لاس غځولی و او دی او د مکه معظمې په سپېڅلي ځای کې هم قسم خوړونکي و خو چې بيا ېې مات کړ او د الله قهر پرې نازل شوی نو هېڅ دې دوی خپله ځان ته اجازت نه ورکوي چې سياسي صحنې ته راشي او نه هم افغانان يا هر څوک چې وي پرې بيا باور او اعتبار کولای شي. ستاسو آند څه دی؟


مجبور یو په خپل ولس اعتماد او باور وکړو ، دخلکو تاریخ او دهغوي سیاسي لیدلور ته وګورو ، مطالعه یی کړو . نن خو هیڅ پټ نه پاته کیږی . که غواړو د بحرانو څخه ځان وکاږو نو دداسی یوې مؤمني ډلی سره چی موخي او اهداف یی پوره څرګند وي ، په یوې کورنۍ پورې رانغښتي نه وي ،ملی صبغه ولري او په خیانت فساد ، او اختلاس کی لاس و نه لري او نه د جنګ اوفساد غوښتونکي وي ،سره ځان یو ځاې کړو. ددی پرته چی دهمداسي ډلی او یا همدی ته دمناسبي او وړ ډلې یا ګوند سره اړیکي ونه لرو ، نو دسیاسي اصلاحاتو او سهي سیاسي نظام په راوستلو کی به تل د پردیو اویا د همغه مفسدو عناصرو تر لاسو لاندی یو چی په خپلو منځو کی سره را یوځای اودخپلو اغراضو او ګټو په خاطر د یوه ګوند خاوندان دی .


که غواړو په هیواد کی د یوه سالم نظام خاوندان شو نوباید په ترجیحي توګه یو سیاسي ګوند د ځان له پاره انتخاب کړو . او په هغې کی سره را یوځای شو .


دپیغمبر صلی الله علیه وسلم وینا هم داسی ده چی : په تاسو باندی جماعت دی . په جماعت کی امیر او دهغې اطاعت او ….. بیا فرمایی چی : هغه څوک چی د جماعت نه یوه لویشت هم لرې پاته شی هغه زمونږ د ډلې څخه نه دې . په دی اساس باید دخپل فکر ، ایمان او دخپل ولس درفاه او خوشحالۍ له پاره داسی یوې ډلی سره یوځاې کیدل چی هغه دغو ارمانونو ته کار کوي ، مثمر او مثبت کار دي . زه پخپله ټولو دردمنو ، په ازادۍ اواستقلال مینو ، دخپل زوریدلي ولس خواخوږو افغانانو ته په ډیر درنښت دا وړاندیز کوم چی دخپل ولس د استقلال ، رفاه او خوشحالۍ له پاره دي د همداسی ،دیني ،سیاسي اوملي ګوند سره یو ځاي شی چی ددوي دفکرونو سره اړخ لګوي .



) که حزب غواړي چې د بهرنيو پوځونو په خلاف د افغانستان خپلواکۍ ته وجنګېږي نو پکار دی چې د حزب مشرتابه کې بدلون راولي او حزبي تګلاره ېې له اخوانيزم څخه باید معتدله افغاني اسلامي تګلاره شي ، ځکه چې عرب اخوانيزم د خپل نشنليزم لپاره وزېږاوه او خپل ملي ګټي ستاسو غوندې حزبي کړيو باندې د احسان په اچولو سره او د اسلام د نوم په استفادې سره ساتل غواړي . اسلام د ټولو دين دی او ټول افغانان ورته ژمن دي خو زور ، زياتی ، عربي دوديزه اسلامي بڼه ، پاکستاني دوديزه اسلامي بڼه، ايراني دوديزه اسلامي بڼه افغانان نشي منلی يوازې د مبين قران دین او حديثو په رڼا تګلاره ېې منلې او ورته ژمن دي . په دغه صورت کې ټول افغانان پوهېږي چې تاسو تعدل ته ورځۍ او زما په اند ډېری افغانان به تاسو سره يووالی وکړي او دغه ګوند به ملي ګوند وګرځوي او مشر به ېې د ولس په خوښه رامنځته کېږي . که داسې نشي بيا ګلبدين او شورای نظاريانو کې فرق نه پاتې کېږي ټول به بيا هم يو بل په سر وهي او افغانان به ټول د پرديو تر ولکې لاندې مهاجر او بې مسوليته پراته وي .


لمړۍ دا باید ډاګیزه کړم چې حزب اسلامی د افغاني ټولني یو ولسواکه ګوند دي ، دخپل ولس په اړه به همغه پالیسي خپلوي چی د ولس ګټي په کې ډاډمني کیږی . حزب اسلامی افغانستان د عقیدی د یووالي پرته په خپلو پالیسیو کی او په خپلو تګلارو کی داخوانیانواو یا دنړۍ دنورو اسلامی ګوندونو سره هیڅ ډول اړیکي او تړاو نه لري. اونه یی په تګلارو کی هغه ګوندونه کوم اغیز لري. هر اسلامی ګوند دخپل هیواد او دخپل ولس د سیاسي حالاتو په مطابق خپلې تګلارې برابروي .


ترڅنګ یی باید عرض کړم چی حزب اسلامی افغانستان دهیواد یواځني سیاسي ګوند دې چی امیر یی، د مرکزي شورا او د ولایتي شوراګانو غړی یی د حزب دارکانو او اعضاو له اړخه په ازادو پټو رایو سره ټاکل کیږی . زه به دا عرض کړم چی هغه وخت چی د اسلامی نهضت لمړۍ کړۍ د پوليتخنیک د لیلیي په جومات کی جوړه شوه نو هلته په جومات کی به شاوخوا پنځوس کسان ناست وو . دماسختن دلمانځه وروسته د مرکزي لیلیی څخه راغلو کسانو په خبرو پیل وکړ ، بیا اعلان وشو چی د اسلامی نهضت دمرکزي هستي له پاره باید ټاکني وشي ،په همغه شپه په هماغه ځای کی ټاکنی وشوې او د اسلامي نهضت مرکزی هسته یی جوړه کړه . ماهم ددی حلقې په ټاکنو کی د رايی د ورکولو ویاړ درلود .او دا دهغې حلقې پریکړه وه چې په اړه یی پخپله انجنیر حکمتیار په خپل کتاب کی داسي لیکي چی «« د ځينو ليدنو كتنو نه وروسته مو پرېكړه وكړه چي د يوه منظم سياسي كار د روانولو په خاطر چېري د بحث لپاره كښېنو او ټول هغه وروڼه راوبلو چي د دې كار لپاره مو وړ تشخيص كړى وو، د هماغه پسرلي په يوې داسي شپې كي چي باران ورېدو او د پوهنتون په انگړ كي هيڅوك نه ليدل كېدو، د تعليم او تربيى د پوهنځي په يوه صنف كي لاندې كسان راغونډ شوو:


1ـ شهيد عبدالرحيم نيازى


2ـ شهيد مولوي حبيب الرحمن


3ـ شهيد سيف الدين نصرتيار


4ـ شهيد عبدالقادر توانا


5ـ شهيد غلام رباني عطيش


6ـ شهيد سيد عبدالرحمن


7ـ شهيد استاد گل محمد خان


8ـ انجنیرګلب الدین حکمتیار


9ـ شهيد انجنير حبيب الرحمن


10 شهيد ډاكتر محمد عمر


11 شهيد عبدالحبيب حناني


12ـ شهيد خواجه محفوظ منصور» (اسلامی نهضت ۱۳۴ مخ…)


دحزب اسلامي دګوند اساس په ټاکنو ایښوول شوې ، دا یو کورني ګوند نه ، بلکه د ځوانانو او روڼ اندو تر منځ او د یوه فکر او یوې عقیدې د عناصر و د راټولیدو او یو دبل سره په مشورې ولاړ ګوند دې . تر اوسه پورې په دی ګوند کی څو ځله ټاکنی شوي دي . یوځل زه پخپله دحزب د تخطیط او تنظیم د څانګې له اړخه د نورستان د ولایت د ټاکنو دکمیسیون دمشر په څیر هلته ولاړم . زما سره درې کسیز هیئت هم وو . هلته مو نژدی یوه میاشت تیره کړه . کلي په کلي او کور په کور مو د هر حزبي دروازه ټکوله ، د غړو څخه مو دمرکزي شورا او ولایتي شوراګانو له پاره رایه اخستله او د ارکانو څخه مو ددی نورو په ګډون د امیر له پاره هم رایه اخسته .


دحزب دامیر په ټاکنو کی یو ځل نیم بدلون هم راغلی . اما انتخابات یا ټولټاکنی خپل ځانګړي شرایط لري .بدبختانه چی د افغانستان د سیاست تیږه په تشدد ایښوول شوې ده . دهغه وخته چی حزب اسلامی د یوه تشکیل په څیر را څرګند شوې ، او کمونستانو خپل فعالیتونه محدود کتلي نو د اسلامي نهضت په خلاف یی را دانګلي دي . دسردارمحمد داودخان د کودتا مؤسیسین هم همدا کمونستان و. اوهمغوې د اسلامی نهضت په خلاف داسی فعالیتونه وکړل چی اسلامي نهضت وګړي یی مجبور کړل د داودخان د رژیم په خلاف وسلوال قدم پورته کړي ، دهغې نه وروسته کمونستانو خپل مربي او استاد محمدداودخان دخپلې ټولې کورنۍ سره په پوره قصاوت سره له منځه یوړ اوپخپله یی په واکمنۍ باندی ولکه وکړه . دا تاریخ زمونږ او ستاسی تر مخ دې.


دهجرت په دیار کی کله چی د ټولټاکنو له پاره زمینه برابره شوه نو دا ټاکني سمدلاسه په خپل وخت تر سره شوي . په دی دوران کی دحزب اسلامي په لیکو کی دامیر ، مرکزي شورا اوولایتي شوراګانو له پاره څو ځله ټاکنې تر سره شوي دي .


همدا اوس هم که دحزب غړي و توانیږی د ټاکنو له پاره زمینه برابره کړي ، چی په دی اړه دحزب اسلامی د تخطیط او تنظیم څانګه په جدي توګه کار هم کوي نو ددی ټاکنو په پایلو کی به په طبیعی توګه یوڅوک دامیر په توګه رامخته کیږي او خپل کارونه به په مخ وړی ، دا هم باید ډاګیزه وي چی دحزب اسلامی امیر ، دحزب اسلامی د اساسنامي له مخي په دی مکلف دې چی په ټولو پالیسي جوړونکو امورو کی دحزب دمرکزی شورا رایه واخلي اوبیا د تصمیم په وخت دحزب اسلامی داجرائیه کمیټي رایه خپله کړي ، دحزب اسلامی اجرائیه کمیټه هم دمرکزي شورا له منځه د امیر په وړاندیز او د شورا دغړو په پټو رایو سره ټاکل کیږی .


هیله موداده چی دهیواد حالات داسې را جوړ شی چې په هغی کی دحزب اسلامی مرکزي شورا غونډه وکړاې شي او دټولټاکنو له پاره هیئتونه خپل کار پیل کړي . خودا به دحزب دارکانو او اعضاو پورې اړونده وي چی څوک دامیر په حیث ټاکي ، ځکه د حزب اسلامی داساسنامي له مخی هیڅوک خپل ځان دامارت له پاره نه شي نومولاې ، بلکه د تخطیط د څانګې له اړخه د څوکسانو نومونه دارکانو او اعضاو مخته ایښوول کیږی ، اوبیا هرچا چې ډیرې رایی تر لاسه کړي د حزب دامیر په څیر به ټاکل کیږي .


دحزب اسلامی دامیر محترم حکمتیار په اړه باید ډاګیزه کړم چی هغه که څه هم دحزب اسلامی امیر دې چی وړتیا یی دهیواد په سیاسي قیادتونو کی ډیره راڅرګنده او بارزه ده . بلکه دیوه پاکستاني سیاست وال «افراسیاب خټک » دوینا له مخی چی «دمحترم حکمتیار نشتوالي د افغانستان سیاست نمیګړي کړې دې ،» بلکل ریښتیا او سهی ده .


محترم حکمتیار دخپلو علمي لیکنو او سیاسي تحلیلونو او ځان ځارونکي دریځ له مخی اوس دیوه ستر مفکر ،ستر عالم او یوه ستر غورزنګ او تحریک حیثیت خپل کړې ، چی د قران کریم دتفسیر ، دبخاري دتفسیر او دبایبل دقران له نظره د سترو سترو تحلیلي اوعلمي څیړنو نه اخوا یی دلیکنو شمیره نژدی ۱۲۰ کتابونو ته رسیږي چی ډیرکي بریښنان پاڼي یی په خپلو غیږو کی لري .


۸ دغه څو وړانديزونه او پوښتنې دي که ځوابوۍ نو مننه او نورې محاکموي پوښتنې هم شته څو موقف او صفايي وړاندې شي خو که ستاسو حوصله وي بيا ماته ددې په ځواب سره ولیکی څو ېې زه تاسو ته درولېږم . ومن الله توفيق


زه ستاسو د دې آند مننه کوم . غواړم دهیواد د سیاسي پیښو په اړه د لازیات معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د ښاغلي حکمتیار لیکني « پټې توطئې اوبربنډې څیرې » حتما تر نظر تیرې کړې ، انشاءالله چی ستاسي ډیرو پوښتنو ته به ځواب وویل شی . بیا هم که په ماپورې اړونده وي نو زه دخپله وسه پورې حاضر یم انشاءالله خپل کم او محدود معلومات هم له تاسی او نورو درنو لوستوکو سره شریک کړم .


په درنښت


قریب الرحمن سعید