کور / سپورټي / د کرکټ ټورنامينټ د کندهار په اتلولۍ پاى ته ورسېدى

د کرکټ ټورنامينټ د کندهار په اتلولۍ پاى ته ورسېدى

د کندهار په عينومېنه ښارګوټي کي د بست زون انټرکلب کرکټ ټونارمينټ د کندهار ټيم په اتلولۍ سره ننپاى ته ورسېدى.


دغه ټورنامينټ د جمعېپه ورځ پيل سوى و او ټاکل سوې وه چي پکښي د کندهار ترڅنګ د هلمند، هرات او زابلټيمونو برخه اخستې واى او تر چهارشنبې ورځي به يې دوام کاوه خو دزابل ټيم دنامعلومو علتونو له خاطره ګډون ونکړاى سو او ټورنامينټ نن پاى ته ورسېدى.


ددې ټورنامينټ وروستۍلوبه نن د کندهار او هلمند ولايتونود کلبونو تر منځ تر سره سوه چي پچه د هلمندلوبډلي وګټل او لومړى يې د توپ اچوني (بالنګ) پرېکړه وکړه.


د هلمند کلب  مخالفي لوبډلي ته د ټولو ٣٥ اوورونو د لوبولوچانس ورنکړ او ټول لوبغاړي يې ورته  په ٣٢اوور کي د ٢٥١ منډو په بدل کي وسوځول.


په مقابل کي که څه همد هلمند لوبډلي د توپ وهني پيل ښه نه و خو وروستيو دوو لوبغاړو يې تر ډېره حده دلوبي د ګټلو هڅه وکړه ولي بيا هم لوبه يو اړخيزه وه او په ٣٣ اوور کي  د هلمند لوبډلي  د٢١٧ منډو په بدل کي خپل ټول لوبغاړي له لاسهورکړل.


په دې ټورنامينټ کي دکندهار کلب د ٦ نمرو په درلودلو سره لومړى، د هلمند ټيم دوهم او د هرات کرکټ کلبدريم مقامونه خپل کړل.


د کندهار کرکټ کلب چيد زون اتلولي يې ګټلې ددې چانس تر لاسه کړ څو د مرکز په سطحه د زونونو په اتلوليوکي برخه واخلي او خپله وړتيا وښيي.