کور / علمي / څېړنه : پر عيني لاره بيرته تګ تر لومړني ځل لنډ ښکاري

څېړنه : پر عيني لاره بيرته تګ تر لومړني ځل لنډ ښکاري

سرچینه :  د NU ویبپاڼه
د ژباړلو نېټه :   ۲۰۱۱ز ، اګسټ = روژه


تیلبورخ –  په ډاګه سوې ده چي که څوک د ((الف)) څخه ((ب)) ته ځي، نو انسان ته داسي ښکاري چي ګواکي دا به تر هغه زیات وخت ونیسي چي د ((ب)) څخه بیرته ((الف)) ته ستون سي.


د تیلبورخ نومي پوهنتون کي څېړونکي “نیئلس فن دَ فېن” د هغي مسئلې پر کشفېدو بریالی سوئ چي وايي که د ((الف)) څخه ((ب)) ته تګ تر اټکل زیات وخت ونیسي، نو به پر عیني لاره بیرته تګ د انسان لپاره ډېر لنډ معلوم سي، ان که څه هم پر کومه بله نابلده لاره رهي وي.


ټولنیز ارواپوه “فن دَ فېن” کشف کړې ده چي د وخت د بر نیولو د مودې په اړه اټکل یو مهم لامل دئ .
– نوموړی زیاتوي :
“پر یوه لاره بیرته تګ کېدائ سي ان ۲۲سلنه تر رښتیني وخت په چټکي احساس کړل سي.”



“فن دَ فېن” د یوې لاري د تګ او بیرته راتګ د تجربه کولو لپاره درې څېړني ترسره کړي چي په ترڅ کي یې هغه کسان پوښتلي چي په بس کي “ایفتَ لینګ (۱)” یا ” (huishoudbeurs(۲)) ته تلل .


همدارنګه یې د یو شمېر محصیلینوڅخه، چي په بایسکل شاوخوا ګرځېدل، پوښتني کړي او دغه راز یې نور هغه کسان پوښتلي چي د ویډیو د لاري یې بایسکل چلوونکو ته کتل .


د دغه ډلو څخه د ۷۵سلنه کسانو په وینا دوی ته د ((الف)) څخه ((ب)) ته تګ دومره لنډ نه ښکاري لکه د ((ب)) څخه ((الف)) ته .


•   فـلم :
دغه څېړنـي تقریباً دوه کاله په بر کي ونیول او د ترسره کولو لپاره یې “فن دَ فېن” ته د ((علمي څېړنو لپاره هالنډۍ ټولنه = NWO = Nederlandse Organisatie voor Wetenschappelijk Onderzoek)) له خوا سبسایدي (۳) ورکول سوې ده .


ټولنیز ارواپوه په دې پسې د یوې بلي څېړني په ترسره کولو بوخت دئ . د دې څېړني موضوع به وښيي چي د وخت تېرېده په هغه صورت کي څه ډول دي چي که یو څوک د دوهم ځل لپاره عیني فلم وګوري یا کوم بل عمل د دوهم ځل لپاره اجرأ کړي .



(۱)  : huishoudbeurs : دا په هالنډ کي کلنۍ پروګرام دئ چي د ۱۹۵۵ز کال راهیسي هر کال په “RAI Amsterdam” کي ترسره کیږي او په ترڅ کي یې د فېشن، سینګار، روغتیا، اشپزۍ، اوسېدو او تفریحي وخت اړوند توکي نورو ته ورپېژندل کیږي او پلورل کیږي . ((سرچینه : هالنډۍ ویکيپيډیا))
(۲)  : ایفتَ لینګ (Efteling) : د هالنډ د “نورد – برابنت” نومي ولایت کي یو تفریحي پارک دئ .  ((سرچینه : هالنډۍ ویکيپيډیا))
(۳)  : سبسایدي : کومکي پیسې; په اقتصادي چارو کي مرسته کول .