کور / تازه خبرونه / ډيورنډ:پاکستاني پوليسو ٩٦ افغانان راويستل

ډيورنډ:پاکستاني پوليسو ٩٦ افغانان راويستل

پاکستاني امنيتي ساتونکو ٩٦ هغه افغانان خوشي کړل چې دتېرو څو مياشتو راپه دې خوا دبلوچستان ايالت په مچ زندان کې بنديان وو . پر دغو زندانيانو تور لګېدلى وو چې په ناقانونه توګه هلته مېشت وو . ويل کېږي چې پاکستاني پوليس ترخپلې ولکې لاندي سيمو کې اکثره افغانان نيسي او چې څوک پيسې ورته ورنه کړي نو يې زندانونو ته اچوي . په ورته نيونو کې ترډېره بريده غريب وګړي شامل وي . که څه هم ددغو افغانانو دراخوشي کېدو راپور پاکستاني امنيتي ساتونکو ورکړ خو پخپله افغان چارواکو لاتر اوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي .