کور / تازه خبرونه / په پېښور کې دافغان کلتوري نندارتون پاى ته ورسيد

په پېښور کې دافغان کلتوري نندارتون پاى ته ورسيد

پېښور :په پيښور کې د افغان قونصلگرۍ او دخېبرپښتونخوا دکلتوردوزارت په گډو هڅو پيل شوې د افغانستان درى ور ځنى کلتوري نندارتون پاى ته ورسيد په دې نندارتون کې د افغانستان ډول ډول لرغوني او تاريخي توکي نندارې ته کېښودل شوي وو، چې په کې غالۍ او لرغوني انځورونه هم وو د نندارتون دپرانستې غونډې کې د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین، د نیشنل ګوند غړی افرسیاب خټک او په خیبرپښتونخوا کې افغان قونصل سید محمد ابراهیم خیل اونورو چارواکو گډون کړی وه، بل خوا په پېښور مېشتوافغان خبريالانود دغه نندارتون په اړه څرگنده کړي ، . په پېښور کې د افغان قونصلگرۍ دفرهنگتون له خوا د افغانستان کولتوري نندارتون دپرانستې غونډې ته افغان خبريالان نه دي ورغوښتل شوي يوازې پاکستاني ځايي خبريالان ورغوښتل شوي وو،له همدې امله يې په افغان رسنيوکې خبرونه خپاره نه شول اويوازې ترنشترهاله پورې پاتې وو