کور / تازه خبرونه / طالبانو د اسرایلی عسکر تبادله د فلسطینیانو برﺉ وباله

طالبانو د اسرایلی عسکر تبادله د فلسطینیانو برﺉ وباله

طالبانو په هغه اعلامیه کی چی رسنیو ته یې لیږلې ، د حماس لخوا د یو اسراییلی عسکر په تبادله کی د ۴۷۷ فلسطینیانو خلاصون د فلسطینی ملت یو لوی برﺉ او د صهیونیسټی رژیم لپاره لویه ضربه وبلله .
دغه عسکر د ۲۰۰۶ د جون پر ۲۵ د یوې وسلوالی حملې په ترڅ کی نیول سوی و چی تر پنځه کاله اسارت وروسته یې په مجموعی توګه د ۱۰۲۷ فلسينی زندانیانو د خوشی کولو په تبادله کی آزاد کړ .
اعلامیه وایی چی دغه تبادله ټولو مسلمانو مستضعفو او مظلوموملتونو ته دا پیغام ورکوی چی د یرغلګرو په وړاندې مقاومت د اشغال د ختمولو تر ټولو غوره او مشروع او مؤثره وسیله او دینی وجیبه ده او ځکه نو موږ هم مجبورأ همدغه لاره د خپل هېواد لپاره د اشغال څخه د آزادۍ تر ټولو مناسبه طریقه بولو .
اعلامیه په پای کی د فلسطینی ولس او د حماس اسلامی مقاومت ته د دې ستر بریالیتوب مبارکي وایی .