د مخدره موادو تولید ۶۱٪ زیاتېدونکی دی

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 19th, 2011


فرانس پریس آژانس د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړ چی سږ کال به د افغانستان د مخدره موادو تولید ۶۱٪ زیات شی . د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مقابلې څانګه په خپل تازه راپور کی وایی چی د څه کم یو نیم سل زرو بهرنیو پوځیانو د شتون سره سره نا امني خپره ده او بزګران خشخاش کري .
راپور اندیښنه څرګندوی چی سږ کال د تیر کال په مقایسه د مخدره موادو بیه ۴۳٪ جګه شوې ده او په روان کال کی به له دې درکه عاید هم ۱۳۳٪ زیات شی ، یعنی ۱٫۴ ملیارډه ډالره به تر لاسه شی چی دا کار د فساد سره نېغ تړاو لری .

Copyright Larawbar 2007-2024