کور / تازه خبرونه / کندهار : په ارغنداو ولسوالۍ کي دوه وسله وال نيول سوي

کندهار : په ارغنداو ولسوالۍ کي دوه وسله وال نيول سوي

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي ګډو ځواکونو تېره ورځ د کندهار ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي دوه وسله وال نيولي .
د خبرپاڼي په حواله چي ياد وسله وال تېره ورځ ماپښين مهال د يو لړ پلټنو په پايله کي نيول سوي . خبرپاڼه همدا ډول زياتوي چي يادو کسانو د ښځو جامې او چادرۍ په تن وې .
خبرپاڼه ليکي چي نيول سوي کسان اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .