کور / تازه خبرونه / پيپلزګونددخپل لومړي وزير نوم په ډاګه کړ

پيپلزګونددخپل لومړي وزير نوم په ډاګه کړ

دپاکستان دپيپيلز ګوند په يوه غونډه کې له خپله لوري دلومړي وزيرچوکۍ ته دکانديد نوم په ډاګه کړ. دغه کس دپي پي پي يوپخوانى ملګرى سيدرضاګيلاني دى . سيد رضاګيلاني دنېژدې دېرشو کلونو راپه دېخوا دپي پي پي ملګرى او دبوټو کورنۍ ته وفاداره کس بلل کېږي . هغه ته دبلاول هاوس څخه نن سهار ترراوتلو سمدستي وروسته دلومړي وزير امنيتي ګارډ ورکول شو. که څه هم هغه لاتراوسه رسماً نه دى ټاکل شوى خو اټکل کېږي چې دى به دپاکستان راتلونکى لومړى وزير وي . تردې وړاندي اټکل داوو چې دپي پي پي دوژل شوې مشري بېنظېر بهوټو مېړه اصف علي زرداري به دې چوکۍ ته کانديد وي او دډېرى نورو کارپوهانو په اند په پي پي پي کې دلومړي وزير لپاره ترټولو غوره کس امين فهيم بلل کېده چې وروسته پردغو خبرو اختلافات هم راپېداشول .