ايتلافي ځواکونو تېره شپه په زابل کي مځکني او هوايي عمليات کړيدي
ايتلافي ځواکونه وايي چي تيره شپه يې د زابل ولايت د ترنک او جلدک په سيمه کي دافغان ځواکونو سره په ګډه د پوځي عملياتو په ترځ کي چي هوايي قوا يې هم ملتيا کوله يو شمېر وسله وال وژلي او د څو کلاشينکوفونو او ثقيلانو تر تر څنګ يې هشتاد و دو (۸۲ م.م) او ددغو وسلو مرمۍ يې هم پيدا کړيدي ، دوی وايي چي په دې عملياتو کي يې دوه کسه له ځانه سره هم بيولي دي خو عامه خلکو ته ددوی په وينا زيان نه دی اوښتی .
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .
« رمز