پکتیا – والی ته د ستاینی مډال ورکړل شو
( پنجشنبه د تلې ۲۸ مه ) سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د پکتیا ولسونو لخوا په یوه لویه غونډه کی وستایل شو اود ښی بیا رغاونی له کبله یی ورته مډال ورکړ
په دغه مډال کی لیکل شوی چی ( د ښو خدمتو نو له کبله سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد ته د پکتیا ولسونو لخوا دویاړ مډال )
دا غونډه د پکتیا قومونو ، سولی شورا ، مدنی ټولنو ، ځوانانو اوورزشکارانو لخوا جوړه شوی وه
د غونډی له پيل مخکی پکتیا والی ښاغلی همدرد د پکتیالوبغاړو لپاره یو ورزشی لوبغالۍ پرانیسته چی په ۷۳۰ زړه امریکایی ډالرو د مخدرهتوکو سره د مبازری وزارت لخوا یی پیسی ورکړل شوی
دغه لوبغالۍ په ښه او عصری بڼه جوړ شوی چی د پکتیا توللوبغاړی یی په جوړیدو خوښ دی ، چی مخکی تر دی پکتیا ولایت داسی یو لوبغالۍ نه درلود .
دغه غونډه کی دلویی پکتیا د قومونو په استازیتوب وکیل میربت خان منګل وویل ، چی مونږ دغه دیادګار مډال پکتیا والی ته له دی کبله ورکوو چی دده کړنی نادیده ونه بلل شی اوزیاته یی کړه چی پکتیا وال د هیڅ یو کس احسان نه هیروی دا چی تاسو مونږ ته ښه کاراو خدمت کړی نو مونږ مشکور یو او ستاسو نوم به د تاریخ په زرینو کرښو لیکو .
پکتیا والی په خپلو خبرو کی له پکتیا والو مننه وکړه چید ده یی ستاینه وکړه خو زیاته یی کړه دا مډال زما نه بلکه د پکتیا د ټولو ولسونواو زما د کاری ټیم دی ، ځکه که مونږ څومره بیا رغاونه پکتیا کی کړی ، د هغه لامل تاسو شمله ور قومونه یاست ، چیزمونږ ملا مو وتړله او حمایت مو وکړ .
همدارنګه پکتیا والی شته همغږی د اړوندو ارګانو ترمنځوستایله ، خو زیاته یی کړه چی مونږ باید د پکتیا په لا امنیت کی کوښښ وکړو
ښاغلی همدرد یو ځل بیا په مخالفینو غږ وکړ چی له جنګ نهلاس واخلی او له خپلو ورونو سره د بیا رغاونی په چارو کی مرسته وکړی
همدرد هغه کړی وغندلی چی له جنګ نه ګټه اخلی او د سولیمخالف دی ، ده وویل چی ددوی کټه په جنګ کی نغښتی ده نو ځکه د سولی مخالفت کوی .
پکتیا والی دا هم وویل چی که دوی له خپل عمل نه لاس نهاخلی نو کږه خوله په څوک سمیږی ، داسی ځواب به ورکړو لکه تیره ورځ مو چی ورکړ .
دا د ستاسنی غونډه په داسی حال کی جوړیږی چی د پکتیاوالی ښاغلی همدرد په خپل څلور کلن ماموریتکی د پکتیا بڼی ته په هره برخه کی تغیر وکړی، په سلګونه کیلومتره سرکونه ، ۱۵۰ بابه ښوونځی ، دینی مدارس ، روغتون او کلینکونه، پکتیا پوهنتون ، ورزشی لوبغالۍ او دی ته ورته په سلګونو ستری او وړی پروژی پلی شوی دی .