کور / تازه خبرونه / کندهار:دوه ٢نړۍ وال سرتېري ووژل شول

کندهار:دوه ٢نړۍ وال سرتېري ووژل شول

ايتلافي ځواکونه وايي چې سرتېري يې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي دي . ددواړو سرتېرو دهويت په اړه لاتر اوسه څه نه دي ويل شوي خو دباګرام له هوايي ډګره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې سرتېري يې په ګزمه بوخت وو چې دچاودنې سره مخامخ شول .دطالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پرون په خپل ټليفوني پيغام کې وويل چې دکندهار په ژېړۍ ولسوالي کې نړۍ والوځواکونو ته دسر درانه زيانو نه اړولي دي . پرون نړۍ وال ځواکونه پر دغه خبره پټه خوله وو خو نن څرګنده شوه چې دوه کسان يې وژل شوي دي . دکندهار له هوايي ډګره يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي لراوبر ته داهم وويل چې يوشمېر ژوبل شوي کسان يې هم دايساف پوځي روغتون ته وروړي دي . خو پخپله افغان چارواکو او ناټو ځواکونو لا تراوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي