کور / تازه خبرونه / پاکستان اووم وار د امنيت شورا غړيتوب ترلاسه کړ

پاکستان اووم وار د امنيت شورا غړيتوب ترلاسه کړ

پاکستان يو ځل بيا وتوانېدئ چي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي دوه کلن غړيتوب ترلاسه کړي.
د دې غړيتوب پر سر د پاکستان او قرغزستان ترمنځ سيالي وه چي پاکستان د ملګرومتلونو د غړيو هيوادونو د ١٢٩ هيوادونو رايي ترلاسه کړې او د دوو کالو دپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړى سو.
د پاکستان د غړيتوب دوره د ٢٠١٢ کال د جنوري پر اوله شروع کېږي او د ٢٠١٣ کال د ډسمبر پر آخره پاى ته رسېږي.
پاکستان تر دې دمخه هم شپږ واره دغه موقته چوکۍ ګټلې وه.
د ملګرومتلونو دامنيت شورا پنځه دايمي او ١٠ موقت غړي غړي لري چي پنځه دايمي غړي، امريکا، چين، روسيه، فرانسه او برتانيه د ويټو له حق څخه برخمن دي.