کور / تازه خبرونه / امريکا پاکستان ته تر ټولو سخت خبردارى ورکړ

امريکا پاکستان ته تر ټولو سخت خبردارى ورکړ

د امريکا د مشرانو جرګې د نظامي کمېټې مشر کارل يون پاکستان ته خبردارى ورکړ، چي که په وزيرستان کي د مېشتو طالبانو پر ضد عمليات شروع نکړي، امريکا حق لري چي نه يوازي دغه طالبان له منځه يوسي، بلکي پر هغه چا هم د حملې حق لري چي هغوى ته يې ځاى ورکړى دئ.
سناتور کارل يون وويل امريکا بايد هغه ټولي ډلي له منځه يوسي چي له افغانستان څخه دباندي روزل کېږي او په افغانستان کي امريکايي پوځيان وژني.
وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري پاکستان ته د سفر پر مهال وويل چي پاکستان بايد په وزيرستان کي د طالبانو چي دوى يې د حقاني شبکه بولي پر ضد عمليات وکړي، او ويې ويل چي پاکستان بايد په څو ورځو يا څو اونيو کي په دې باب ګام پورته کړي.
امريکا دعوه کوي چي د حقاني ډله په شمالي وزيرستان کي د پاکستان د استخباراتي شبکې تر نظارت لاندي کمپونه لري او له هغه ځايه افغانستان ته پر افغان او امريکايي ځواکونو د حملو دپاره رالېږل کېږي.