کور / تازه خبرونه / ماښامی له عبدالباري جهاني سره

ماښامی له عبدالباري جهاني سره

میوندراډیو تلویزون دتیرې پنجشنبې په ورځ دهیواد وتلې شاعر، لیکوال اوژورنالست عبدالباري جهاني (ماښامی له عبدالباري جهاني سره ) پروګرام په ترڅ کې ونمانځه .


یادي غونډې ته دهیواد وتلي شاعران ، لیکوال او چارواکي  راغلي وو، دغونډي په پیل کې دمیوند تلویزون مشرعلي اکبر ژوندي عبدالباري جهاني او میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ترهغه ورسته دجهاني لپاره څوتنو شاعرانو خپل شعرونه وویل .


دغونډي په دوهمه برخه کې ښاغلي جهاني خپل یو شمیرشعرونه وویل ،چې دګډون والو له لوري په پوره احساساتو بدرګه شول ،ورپسې لطیف بهاند دجهاني پرشعرنو رڼا واچوله او دهغه شعرونه یې ، دپښتو ژبي داوس مهال غوره اوپه زړه پورې شعرونه وبلل


دټنګ ټکورپه برخه کې حفیظ ګردش او عبدالله مقري په زړه غزلې زمزه کړې .