کور / تازه خبرونه / کندهار : د ولایتي بیارغوني ډلي پر مرکز جګړه پای ته ورسېده

کندهار : د ولایتي بیارغوني ډلي پر مرکز جګړه پای ته ورسېده

هغه وسله وال بريد چي نن ماښام  د کندهار پر PRT يا د ولايتي بیارغوني د ډلي پر مرکز ترسره سو، تر شاوخوا دوه ساعته جګړې وروسته د بريد کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد .


د PRT په ګاونډ کي یوه اوسېدونکي لراوبر ته د ټلیفون پر کرښه وویل چي څو ځانمرګو برید کوونکو د PRT د دروازې تر څنګ د حاجي محیب الله له خالي کوره څخه پر PRT وسله واله حمله وکړه چي تر دوه ساعته زيات یې دوام وکئ ، پر هغه کور چي بريد کوونکو د مورچل په توګه وکاراوه د مځکي او هوا څخه بريدونه وسوه .


دغه کس، چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي، وايي چي په لومړيو شېبو کي حمله ډېره خطرناکه ښکارېده، خو تر دوه ساعته وروسته مخ پر آرامېدو سوه او ددې سره پر PRT باندي ډزي هم ودرېدې . امنيتي ځواکونه اوس هم په لارو او کوڅو کي ګرځي او ښکاري چي بريد کوونکي ټوله له منځه وړل سوي دي .


دغه کس لراوبر ته وويل چي  د پي ار ټي يا شرکتي مېوې د جنوبي اړخ په کورونو کي مرګ ژوبله نده رامنځته سوې خو دا نده معلومه چي په شاوخوا نورو سلګونو کورونو ياد قومندو او لو والې تر منځ غځېدلي سړک به چاته زيان رسيدلی وي کنه . په سيمه کي څوک له کورونو څخه نسي وتلائ، نو د مرګ ژوبلي په اړه هم تراوسه نور دقيق معلومات نسته .


د ولايتي بيا رغوني ټيم مرکز ته پر غځېدلې لاره د څو کلونو راهيسي بېلابېلي چاودني او ځانمرګي بريدونه سوي دي ، دوه ځله ددغه مرکز په دروازه کي هم ماينونه چاودلي دي خو  پر دغه مرکز نننی بريد په تيرو لسو کلونو کي تر ټولو غټ و .


د چارو څارونکي دولت ملامتوي چي بهرنيو پوځيانو ته يې په داسي تاسيساتو کي د اوسيدو اجازه ورکړې ده چي هم يې د سيمي د خلکو امنيت له خطر سره مخامخ کړی دی هم يې زرګونو کسانو ته د کار موندلو او د هيواد د اقتصادي پرمختګ مخه نيولې ده .د کندهار د مېوې له فابريکې (شرکت مېوې ) که کار واخستل سي  هم زرګونه کسانو ته کار پيدا کيدای سي هم د هيواد اقتصاد ته ګټه رسيږي .


د کندهار د ملي امنيت ریاست څو ورځي مخکي خبر ورکړ چي هغه ډله يې نيولې ده چي پر پي آر ټي يې د بريد نيت درلود خو د يوې اوونۍ په دننه کي بيا هم پر دې مرکز چي دپراخي هستوګني په منځ کي موقعيت لري وسله وال بريد ترسره سو .