دولت وايي پر PRT بريد په بشپړ ډول ناکامه و
د کندهار د ولايتي بيارغوني په مرکز کي د ناټو پر ځواکونو په پروني بريد کي د څلور تنو بريد کوونکو تر څنګ د ناټو ځواکونو يو ژباړن هم وژل سوی دی او د درو پوليسو په ګډون څو تنه ملکي کارکوونکي زخميان سوي دي . خو طالبان وايي چي په دې پېښه کي په پوليسو او د ناټو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
پوليسو او د ناټو ځواکونو نن د هغه څلورو کسانو جسدونه او ترې پاتي سوي وسلې خبريالانو ته وښوولې چي د جګړې په ځای کي پاته وو . په جګړه کي د ملکي خلکو ودانۍ چي طالبانو د مورچل په توګه وکاروله هم ډېره زيانمنه سوې ده .


د کندهار د پوليسو مشر جنرال رازق نن رسنيو ته وويل چي حمله کوونکو پرون غرمه دوولس نيمي بجې له يوې درې پوړيزي ودانۍ څخه حمله پيل کړه چي دوه نيم ساعته يې دواړم وکړ او په دې وخت کي ټول څلور بريد کوونکي له منځه يووړه سوه .

ددې کسانو ترڅنګ هغه دوه زرنج موټر سايکلونه او يوه عراده ټونس موټر چي د مخالفينو لخوا چاودېدو ته اماده سوي وه د پوليسو لخواکشف او د انجينري ټيم لخوا شنډ سول.
د کندهار چارواکو پرونی بريد د طالبانو يوه ناکامه هڅه بللې ده خو د ناټو ځواکونو د مرکز شاوخوا کورونه ته د پرونۍ جګړې پر مهال مالي زيانونه اوښتي دي .
د سيمي يوه اوسيدونکي لراوبر ته وويل چي د پي ار ټي له شاوخوا څخه زيات شمير اوسيدونکي په ځانګړې توګه ښځي او ماشومان د پرونۍ جګړې له امله سخت بيريدلي دي او له خپلو کورونو وتلي دي ، په سيمه کي نن د جمعې د ورځي تر غرمې وروسته هم په زيات شمير امنيتي ځواکونه او زغره وال ټانکونه ځای پر ځای سوي دي .