کور / شعر / چوپړیان

چوپړیان

 


لــه سهارنــه تـــرمـــا ښــامــه کـارتــه تللي


مـاخـوستن ستړي سـتومان کــورتــه راغلي


 


لــه بــادارڅـخـه رحمت وربـانــدې نــه وي


لــوږې تــنـدې وګــرمـی یـې ټـــول زغملي


 


بـیرته کـورتـه چې راستون شي ورتـه وایې


ما شـومـان چې پـلاره څـه شـی دې راوړي؟


 


زړه دردمــن شـي ځـواب نـلري ســوال تـه


لاس پـوښې یې وی پـه کارکې ږوبـل شوي


 


ورورته وګوري چې پام به یې بل خواکړي


وروریـې وایـې وروره څــه دې نــن ګــټلي؟


 


مخـکي ښځې تـه چې غـم به یې ورکم کړي


ښـــځـه وایــې نــن دې څــومـره ســپمـولي؟


 


لـــه دبـــانـــدې ود یـــنــنه غــمــوبــانـــدې


ډیــرســړي دزړه پــه رنـځ دي وږل شـوي


 


مــورچــې ولــیــدل ســوالــونــه دي د تمې


ویــل یې ځـویه وایـه څـه دې نـن خــوړلي؟


 


بـې لـه مـور وپـلاره زړوکې رحمت نـشته


(عـلي خـان)چې ږونــدکې هـرچــاتـه کتلي