کور / تازه خبرونه / څلورم امريکايي عسکر د شوقه د افغان ولسي کسانو په وژنه تورن سو

څلورم امريکايي عسکر د شوقه د افغان ولسي کسانو په وژنه تورن سو

د امريکا يوې پوځي محکمې د جمعې په ورځ د کېلوين گيبس نومي امريکايي پوځي صاحب منصپ پر ضد محاکمه پېل کړه. پر ۲۶ کلن دغه امریکايي پوځي تور دی چي د خپلو عسکرو ملگرو په گډون يې د افغانستان په کندهار ولايت کي د پوځي ماموريت پر وخت يوه «وژونکې ډله» جوړه کړې وه.

د تورونو له مخي دغه امريکايي پوځي ډلې د شوق او ساعت تيري لپاره افغان ولسي کسان نيول، زهيرول او بيا يې وژل. زياته سوې چي دغو امريکايي عسکرو د قتل سوؤ افغان ولسي کسانو سره د يادگار په توگه عکسونه اخيستل.

د يوه بل تور له مخي دغې وژونکي امريکايي پوځي ډلې د هغو افغان ولسي کسانو چي له مخه يې د ساعت تيري لپاره وژلي ول، د هغوی د جسد ټوټې پرې کولې او د ځان سره به يې د يادگار په توگه ساتلې.

کېلوين گيبس د وژونکي ډلي څلورم غړی دی چي د امريکايي پوځي محکمې لخوا محاکمه کيږي. که پر نوموړي لگول سوي تورونه ثابت سي نو ښايي ورباندي د عمر قيد سزا راووزي.

کتونکي وايي چي ښايي په افغانستان کي د بهرنيو قواؤ د غړو لخوا يو شمېر نور ورته پيښي هم رامنځ ته سوي وي چي لا نړۍ نده په خبره.

تبصره نسته

  1. د خره زو كړي دي پلرونه يې خره دي نيكان يې د خره زامن دي او ټول پشت تر پشته خره دي او اصلي خبره خو دا ده چي كافران دي نو د كافر څخه خو دا تمه بايد خامخا وسي چي د مسلمان سره چي هر څه كوي كوي دي يې څه پروا لري يو نيم نيمچه مسلمان كه څه هم چي هغوى ته دوستان وايي نو د هغوى په خبره خو نه كېږي دا خو د مسلمانانو دښمنان دي
    په زيار
    افغانمل