کور / تازه خبرونه / يوناټوسرتېرى ووژل شوه دوه ټپيان دي

يوناټوسرتېرى ووژل شوه دوه ټپيان دي

نړۍ والوځواکونو ته مرګ ژوبله دزابل ولايت په شاجوى ولسوالي کې وراوښتې ده . دطالبانو يوه وياندقاري يوسف احمدي  لراوبر ويپاڼي ته په رالېږل شوي تليفوني پيغام کې دعوه وکړه چې په چاودنه کې ګڼ نړۍ وال سرتېري وژلي دي . دطالبانو په وينا چې بريد يې دريموټ کنټرول په مټ ترسره کړى دى . دزابل يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې په ننۍ چاودنه کې دنړۍ والوځواکونو يوسرتېرى وژل شوى او دوه نورټپيان دي . دغه چارواکى وايي چې وژل شوى اوټپي سرتېرى يې پخپله ليدلي دي . البته نړۍ والوځواکونو لاتراوسه په دې اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى .