په کندهار ښار کي نن سهار وختي يو ځانمرګى بريد سوى چي له امله يې درې ولسي وګړي مړه او د يوه نيپالي په ګډون دوه نور ټپيان سوي دي.
د کندهار د ولايت مقام د يوې خبر پاڼي په خپرېدو ياد سوى بريد تائېد کړى او وايي حمله د آى، آر، ډي په نوم پر يوه يوه نړۍ واله موسسه باندي سوى چي امريکا له خوا تمويلېږي.
د کندهار چارواکي وايي څو تنه بريدکوونکي تر چاودني وروسته د آى، آر، ډي موسسې ته څرمه په يوه حيواني کلينيک ننوتلي او له هغه ځايه ډزي کوي.
د کندهار ښار چي له تيرو څو کلونو له ځانمرګو بريدونو نسبتاً بېغمه وو، د اسدالله خالد له بيا ورتګ سره يو ځل بيا ځانمرګي حملې پکښي ډېري سوي دي.