کور / تازه خبرونه / په کندهارکې دپاکستان ددفاع ورځ ولمانځل شوه

په کندهارکې دپاکستان ددفاع ورځ ولمانځل شوه

په کندهار ښارکې دګاونډي هيواد پاکستان ددفاع ورځ ولمانځل شوه . دغو مراسمو ته دايران او هند دپلوماتان او دکندهار ګڼ اويېدونکي ورغلي وو. غونډي ته دوينا پرمهال دکندهاردولايتيشوراريس احمدولي خان کرزي پخپله وينا کې وويل چې پاکستان او افغانستان وروڼه هيوادونه دي او بايد ديوبل مرسته وکړي . ده دکندهار دخلکوپه استازيتوب دپاکستان اولس ته ددفاع دورځي دلمانځلو له کبله مبارکي وويله . دکندهار والي اسدالله خالد په غونډه کې دګاونډي هيواد پاکستان داولس مننه وکړه چې دکډوالۍ پرمهال يې له افغانانو سره مرستي کړي دي . ښاغلي خالد خوښي وښوده چې په پاکستان کې جمهوري حکومت راغلى او هيله يې وښوده چې له افغان حکومت سره به ښه پاليسي خپله کړي . په کندهار کې دپاکستان جنرال کونسل ښاغلي عنايت الله کاکړ دخپلې وينا پر مهال وويل چې پاکستان دافغانستان په بيا رغونه کې مرسته مرسته کوي او په بېلابېلو ښارونو کې بيارغنيز کارونه کړي دي . ده دافغانستان دبېلا بېلو ښارونو نومونه واخيستل او دډېرو پروژو يادونه يې وکړه . خو ښاغلي کاکړ وويل چې په کندهار کې دکينسر لپاره په پنځه سوه ميليونه پاکستانۍ کالدارو يوروغتون جوړوي خو تراوسه افغان حکومت دروغتون دجوړولو لپاره مځکه نه ده ورکړې . ده وويل چې دواړه هيوادونه بايد له يوبل سره ښې اړېکي ولري.