کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د بن په کانفرانس کې دپښتوپه اړه ولسمشر ته پرانیستی لیک!

د بن په کانفرانس کې دپښتوپه اړه ولسمشر ته پرانیستی لیک!

دبن له کانفرانس نه پښتو ژبه وایستل شوه 


نن مي په خبریال ویبپاڼه کې ولوستل چې دبن په شوني کانفرانس کې پښتو ژبه ایستل شوې ده . کرزی صاحب کیدای شي تاسو ته دخبر بشپړ جزیات نه وي درښکاره کړل شوي .خبر څه داډول وو چې هلته به رسمي ژبي انګلیسي ، دري ،روسي ،عربي ،الماني او فرانسوي ژبي وي . دافغانستان یوه لوړرته چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دبن به کانفرانس کې پښتو ژبي ته ځای نه دی ورکړل شوی . دغې سرچینې خبریال ویبپاڼې ته وویل چې پښتو ژباړونکو ته هم غوڅ ځواب ورکول شوی دی . هلته به له افغانستان نه یوازي دري ژباړنکي شته وي . 


په کابل کې دخبریال ویبپاڼې همکاره زرغونه دلبر وايي چې تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې خو هغې ته ځیني داسي برېښنالیکونه په لاس ورغلي دي چې پښتو ژباړنکو ته ورکي پرېکنده ځواب وکول شوی او ویل شوي دي چې هلته به یوازي دري ژباړنکي شتون لري .


یوه افغان ژباړونکي چې په ټوله کې په نړۍ واله کچه ژباړنه کوي هم ددغې خبري پخلی وکړو . 


که څه هم دا دافغانستان برخلیک ټاکونکی کانفرانس دی او هلته دافغانستان ملي ژبه هیرول دیوه ملت دهیرېدلو په معنا بلل کېږي خو افغان چارواکي په دې برخه کې تر اوسه پوري ډېر بې پروا ښکاري .


خبریالان او دحالاتوڅارونکي وايي چې که چېرته ولسمشر کرزی دغې موضوع ته جدي او بېړنۍ پاملرنه ونکړي دا به په افغانستان کې دلوی ټبر غبرګون را وپاروي .


هو کرزی صاحب !


پښتو دافغانستان یوه تر ټولو لویه ژبه ده ، په دې کې هیڅ شک نشته چې تاسو دافغانستان یو هغه ملي مشر یاست چې تر ټولونورو مشرانو مو ډېري خبري په پښتو ژبه کړی دي . په دغه ټکي کې ستاسو کورودانی وایو . البته کورودانی ځکه درته وایو چې نورو افغان مشرانو ورته نه دي کړي .


که څه هم دافغانستان یوه پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لومړنی افغان مشر وو چې په ملګرو ملتونو کې په پښتو ژبه وینا وکړه او تاسو تر اوسه کومه داسي کارنامه نه ده کړې ،البته ستاسو دا جراعت بیا ترنورو مشرانو زیات دی چې دنورو په انډول په پښتو ژبه خبري کولای شئ .


دلته خبره یوازي دهغې پښتو ژبي نه ده چې په مجموعي ډول تاسو ورباندي غږېږئ . تاسو ته رایه هم پښتنو درکړې ده او تاسو دولسمشرۍ تر څوکۍ پوري هم پښتنو رسولي یاست . دا هغه خبره ده چې تر بل هرچا تاسو ښه ورباندي پوهېږئ .


زما په اند تاسو به دا کار کړی وای چې تر بلي هري ژبي به مو پښتو ته زیاته پاملرنه کولای خو تاسو داسي نه دي کړي دا ګیله بیا هم موږ له تاسو نه ځکه نه کوو چې تاسو په بد وخت کې دافغانستان دولسمشرۍ څوکۍ ته راغلي یاست . رښتیا هم لویه ننګونه ده . په دغه ډول حالاتو کې دڅوکۍ ساتل اسانه کار نه دی .


کرزی صاحب په کار خو داوو چې دافغانستان دټولو چارواکو او حکومتي مامورینو لپاره یو داسي قانون پاس شوی وای چې په دولتي څوکۍ کې ناست کسان باید ارو مرو په دواړو ملي ژبو پوهېدلای . دري هم دافغانستان یوه ملي ژبه ده او زما په فکر پښتانه ورسره هیڅ ډول تضاد نه لري ، البته دا هم مه هیروه چې پښتو دافغانستان دغوڅ اکثریت ژبه ده .


زه په ډاډ سره ویلای شم چې که چېرته تاسو پښتو ژبي ونه بخښلاست نو دا هیڅ عجبه نه ده چې تاسو په خدای پاک هم ونه بخښي . زه خبریم درنه کرزی صاحب چې ستاسو په ټوله کورنۍ کې تاسو ښاغلي دخپلي مرحومي مور زیات خدمت کړی دی . خدای شته اوس هم په دې باور یم چې پرناسته څوکۍ دهغې ددعاوو له برکته یاست . ستاسو خدای بخښلې مور چې تاسو یې عبادت کاوه تل تاسو ته یوه دعا کوله او هغه دا چې «خدای دی پاچا کړه .» ستاسو دمرحومي مور دعا او هم دا راز دهغې هیله لوی الله پوره کړه او تاسو پادشاه شواست . نواوس چې تاسو پادشاه یاست له خپلي اصلي مور سره هم خیانت مه کوئ .(پښتویادوم)


بخښنه غواړم چې دخیانت ټکی مي وکاراوه خپل ولسمشرته څوک داسي ټکی نه کاروي خو مجبوره یم خیانت ته به خیانت وایم . خیانت ځکه ورته وایم چې که رښتیا هم دبن په کانفرانس کې پښتو نه وي او تاسو دافغانستان یو پښتون ولسمشریاست او تاوتریخوالی هم تر ټولو په پښتنو سیمو کې زیات دی نو بیا دا له پښتو او پښتنو سره یو ستر خیانت دی.


فکر کوم تاسو خاین څوک نه یاست ،البته تېروتنې به ارو مرو درنه کېږي انسان یاست ،عاجزه یاست او بله خبره داده چې تاسو کار کوئ . هر هغه څوک چې کار کوي تېروتني ارو مرو ورڅخه کېږي . که دا ستاسو له لوري یوه شوې تېروتنه وي نو لا هم وخت لرو او داتېروتنه اصلاح کړئ او که مو خدای مکړه دا کارقسدأ کړی وي نو بیا زه پر خپله هغه رایه پښیمانه یم چې تاسو ته مي درکړې ده ، بیا زه له خپلي پښتنې خور، خپلي مېرمني او بوډۍ مور نه بخښنه غواړم چې په تېرو ټاکنو کې مي یوازي په دې موخه له کور نه را وایستلې چې تاسو ته رایه درکړي.


کرزی صاحب که داسي وي چې تاسو دا کار په قست کړی وي او تاسو شعورأ پښتو دبن له کانفرانس نه ایستلې وي نو بیا خوا مه بدوئ تاسو خاین یاست . بیا خدای مکړه تاسو یو داسي خاین یاست چې پښتو او پښتانه به مو هیڅ کله ونه بخښي . بیا ستاسو تر شا اودریدل هم خیانت دی ، زه لږ غوندي دژبي په موضوع کې جزباتي کېږم نو بیا هم بخښنه غواړم او دا ټکی لیکم چې ستاسو تر شا ولاړ پښتانه خاینان دي او هغه غرو ته ختلي طالبان رښتیا هم پر حق دي . (البته داخبره په هغه صورت کې کوم چې که چېرته تاسو دا کار شعوري کړی وي .)


وړاندیز!


درنه ولسمشره کرزی صاحب !


اوس هم ناوخته نه دی . پښتو دبن دکانفرانس ژبو ته ورواچوه ، موږ پوهېږو چې ته ډاکتر نجیب الله نه یې چې په مهمو وختونو کې او په مهمو مجلسونو کې په پښتو ژبه وغږېږې البته بیاته خبري مه پرې کوه خو دخلکو خوله له ځانه وباسه . تاسو ولسمشر یاست او تاسو دا حق لرئ چې خپله ژبه یوه پرېکنده کانفرانس کې چې دهیواد راتلونکی برخلیک ټاکي ورګډه کړئ . او دتل لپاره له ځان نه دخاین تور کرغیړن ټکی لیري کړئ . زه بخښنه غواړم چې نن په لومړي ځل ستاسو په وړاندي بې ادبه ټکي په خپله لیکنه کې کاروم کنه زه له هغو لیکوالو نه نیم چې ورته ټکي تل وکاروم. زه په افغانستان کې ستاسو دادارې یو کوچنی ماموریم او تر اوسه مي دخپل توان سره سم زموږ او ستاسو له ادارې او حکومت نه دفاع کړې ده . زما دفاع به دتوتکۍ دوزر داوبو په انډول وي خو له دې وروسته که رښتیا هم پښتو دبن دکانفرانس په ژبو کې شامله نشوه نو زما دي دخدای په قرآن او خپله پښتو قسم وي چې استعفا به ورنکړم البته په حکومت کې دننه به دحکومت او ستاسو په خلاف چې وس لرم هغه توان وکاروم . کرزی صاحب دا اختار نه دی دزړه درد مي دی .  نن سهار چي مي دخبریال ویبپاڼه وکتله او دا خبر مي ولیدو تر اوسه مي نور کار ته زړه نه غواړي . سخت خوابدی یم . مطلب دانه دی چې ولي دري ورکي ځای شوې ده . مطلب دادی چې اخیر پښتو خو هم دافغانستان یوه ستره او ملي ژبه ده داسي به ولي کېدل ؟. 


یادونه :


دولسمشر ددفتر دمطبوعاتي څانګې درنو مشرانو!


هیله ده زما لیک ولسمشر کرزي ته ورسوئ . زه پوهېږم چې دا چاره ستاسو ده او که تاسو وغواړئ دا کار کولای شئ . زه ستاسو په مخ کې قرآن ایږدم چې دخدای دقرآن په خاطر زما لیک ولسمشر ته ورکړئ . ستاسو دي په خپل اولاد او خپل افغانیت قسم وي تاسو خیانت مه کوئ او دا لیک ولسمشر ته ورکړئ . تاسو که پښتانه یاست که دري ژبي دا موضوع یوه لویه ستونزه ځېږه ولای شي او ددغې ستونزي مخ نیوی باید موږ او تاسو په ګډه وکړو . ښايي ولسمشر دمصروفیاتو له کبله دا موضوع ته جدي شوی نه وي خو له دې موضوع نه دافغانستان دښمنان ډېره بده استفاده کولای شي . په کار دي چې مخ نیوی یې وکړو . دا زموږ او ستاسو دټولو افغانانو شریکه دنده ده .


دویبپاڼو او رسنیو درنو چلوونکو !


هیله ده زما دغه لیک کټ مټ راته خپور کړئ . دا به مو پر افغانستان احسان وي . افغانستان کار ته اړتیا لري او دا کار موږ او تاسو باید په شریکه وکړو . که امکان لري داغه لیک تر نورو دوستانو دبرېښنا لیکونو او فیس بوک له لاري ورسوئ چې پر حکومت فشار راشي .


درنو لیکوالو !


موږ او تاسو تل پر ځینو ناحقه موضوعاتو لیکنې کوو، دا یوه ډېره جدي موضوع ده هیله ده چې هر لیکوال ورباندي لیک وکړي. خپله وجداني دنده پوره کړئ او لږ غوندي دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړئ .


کورمو ودان


هیله ده چې خپله مرسته ونه سپموئ .
دیوموټي افغانستان په هیله .