کور / تازه خبرونه / فرانسه: د چارلي هيبډو مجلې پر دفتر بمي حمله وسوه

فرانسه: د چارلي هيبډو مجلې پر دفتر بمي حمله وسوه

د فرانسې حکومت وايي د چارلي هيبډو په نوم د يوې طنزيه مجلې پر دفتر وروسته له هغه بمي حمله وسوه، چي پرون د دې خپروني مسئول د راتلونکي ګڼي د طنز موضوع د اسلام پيغمبر حضرت محمد (ص) وټاکئ.
فرانسوي پوليس وايي د چارلي هيبډو پر دفتر د يوه پټرول بم په وسيله حمله سوې چي له امله يې د دفتر ودانۍ او پکښي پرتو سامان آلاتو او اسنادو ته سخت تاوان رسېدلى دئ.
همدا راز د دې طنزيه خپروني ويبسايټ هک سوى او په ترکي او انګليسي ژبه پيغام پکښي پرېښودل سوى چي د چارلي هيبډو نوم په شريعت هيبډو واړول سوى.