کور / تازه خبرونه / د نړۍ تر ټولو پیاوړي کسان معرفي شول

د نړۍ تر ټولو پیاوړي کسان معرفي شول

په امریکا کې چاپیدونکې فوربس مجلې په خپلې تازه خپرې شوې ګڼه کې د نړۍ د ۷۰ تر ټولو پیاوړو کسانو نوملړ خپور کړی دی. پدې نوملړ کې لمړی ځای د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل کړی دی، چې تیر کال په دویم نمبر وو. ولادیمیر پوتین، د روسیې لومړی وزیر په دویم نمبر دی، پداسې حال کې چې د روسیې ولسمشر دیمیتری میدویدیف په ۵۹ نمبر راغلی دی. د ژورنال په حواله د نړۍ درییم تر ټولو پیاوړی شخص د چین ولسمشر هوجنتاو دی او د هغه احتمالي ځای ناستي، سی جینپین ۶۹ ځای خپل کړی دی.

په څلورم نمبر د جرمني چانسلره انګلا مرکل او په پنځم نمبر د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګیټس دی. د فوربس په دې ټاکنه کې تر ټولو کم عمره کس د ټولنیز نیټورک، فیسبوک، جوړوونکی ۲۷ کلن مارک څوکیربرګ دی، چې نهم ځای یې خپل کړی دی. په شپږم نمر د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز، د روم پاپ بندکت اووم، د امریکا د فدرالي ذخیرې د سیستم مشر بین بیرننکی اتم او د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کیمیرون د نړۍ د تر ټولو پیاوړو کسانو په دغه لست کې لسم ځای خپل کړی دی.

یاده مجله هر کال دا ډول یو نوملړ خپروي، چې موخه یې په اقتصادي، نظامي او سیاسي لحاظ د نړۍ د تر ټولو پیاوړو کسانو معرفي کول دي.