کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راځئ په خپل ګرېوان کي وګورو

راځئ په خپل ګرېوان کي وګورو

ـ ايا ته هم مليونر کېدل غواړې، په هر قيمت چي وي؟


ـ ايا ته هم ستره کلا درول غواړې، د هرې لاري چي وي؟


ـ ايا ته هم لوی او قيمتي موټر غواړې، په هر څه چي وي؟


ـ ايا ته هم د راتلونکو خپلو لسو نسلونو لپاره پيسې ګټل غواړې، په هر صورت چي وي؟


ـ ايا ته هم د خرڅولو پر وخت درواغ قسمونه اخلې؟


ـ ايا ته هم د خرڅلاو پر وخت د مال عيب پټوې؟


ـ ايا ته هم د سود په قرضه او کښت کور موټر يا دکان اخلې؟


ـ ايا ته هم تر لور و زوی ته زياته توجه کوې؟


ـ ايا ته هم د مېرمني څخه د غلامي او مزدوري کار اخلې؟


ـ ايا ستا مېرمنه هم لس کِلو سره زر لري خو يو کال يې هم زکات ندی ايستلی؟


ـ ايا ته هم د زکات څخه د ځان خلاصولو لپاره د لسو «ملايانو» په مرسته لس بېلي لاري لټوې؟


ـ ايا تاته هم لمونځګذاره سړی متعصب معلوميږي؟


ـ ايا ته هم تر مږور د لور سره ښه وضعيت کوې؟


ـ ايا ته هم انسانان پر ښايسته او بدرنګو وېشې؟


ـ ايا ستا او ستا د اولاد نيم ژوند هم د تلويزيون مخي ته تيريږي؟


ـ ايا ستا ګاونډی هم بچه بازه، سګبازه او يا بل بازه دی خو ته ورباندي سترګي پټوې؟


ـ ايا ته هم د پلار د مړيني وروسته د مور او خور حق نه ورکوې؟


ـ ايا ته هم ستا و کور ته د حافظ، عالم او يا غريب د مرکې درتګ د ځان توحين ګنې خو د کاچاکبر، رشوت خوره او هيواد پلورونکي په مرکه دي سر لوړيږي؟


ـ ايا ته هم د خپل ګاونډي زميندار اوبه غلا کوې؟


ـ ايا ستا مال او پيسې هم سل په سل کي حلالي ندي؟


ـ ايا ته هم د خپل تربور په ښېګڼه خوابدی کېږې؟


ـ ايا ته هم په خپل واده کي زر مېلمانه او پنځوس بېل خواړه درلودل غواړې؟


ـ ايا ته هم د مېلمستيا پر وخت د مېلمه پالنې پر ځای د مسابقې او سيالۍ زيات غم کوې؟


ـ ايا تاته هم غيبت د معمول کار دی؟


ـ ايا ته هم هيڅکله چا ته د صبر يا سمي لاري تلقين نه کوې؟


ـ ايا ته هم ځان تر نورو اصيل ګڼې؟


ـ ايا ته هم خپله ژبه بهتره او د نورو ژبه کمتره ګڼې؟


ـ ايا ته هم تر امت او ملت و خپل قوم ژبي او کلي ته زیات وفاداره يې؟


ـ ايا تا هم د خپل سياسي نظر څخه دين جوړ کړی دی؟


ـ ايا ته هم هيڅکله خپله غلطي نه منې؟


ـ ايا ته هم تر اوسه پر هغه زاړه خره سپور يې؟


ـ ايا ته هم په يوازي سر لس کتابه خبري کولای سې او يو عمل دي هم کتابي ندی؟


ـ ايا ته هم د هرې ستونزې هواری په جګړه کي ويني، خو پدې شرط چي ته او ستا زوی په لومړي قطار کي نه وي ولاړ؟


ـ ايا ته هم د يتيمانو او کونډو يو داسي ملاتړی يې چي په ژوند دي هيڅکله هم ورسره مرسته نده کړې؟


ـ ايا ته هم د «ښه مه کوه بد به نه در رسيږي» د پاليسۍ له مخي ژوند کوې؟


ـ ايا ته هم په فکري لحاظ مطلق بېسواده يې خو دا چي شراب چيښې ځان ته روشنفکره وايې؟


ـ ايا ته هم ښوونځي او پوهنتون ته د زدکړي لپاره نه بلکه د «سند» تر لاسه کولو لپاره ځې؟


ـ ايا ته هم سل کاره او مسلکه کوې خو په يوه کي هم ماهره نه يې؟


ـ ايا تا هم د زدکړې او تحصيل پر وخت د درس پر ځای د زنده باد مرده باد نعرو ته زيات وخت ورکړی دی؟


ـ ايا ته هم په خپل پنځه زره کلن تاريخ فخر کوې خو خبر نه يې چي د کتلور، علم و پوهې، معمارۍ او که د تاريکۍ تاريخ؟


ـ ايا ته هم لويه چوکۍ غواړې، که د ايمان ملت او غيرت په قيمت هم وي؟


ـ ايا ته هم رياست غواړې، که د خلکو د وينو په قيمت هم وي؟


ـ ايا ته هم د هرې پريکړي تر مخه د ملت د ګټو پر ځای لومړی خپلې او د خپلې کورنۍ ګټې سنجوې؟


ـ ايا ته هم په يوه يا بله بهانه د خپلو شخصي ګټو لپاره په هيواد کي د پردۍ لاسوهنې يا استعمار فکري يا عملي ملاتړ کوې؟


که تاسو پدغو پوښتنو کي يوه هم په هو سره جواب کړې وي نو وارخطا کېږئ مه، نن سبا په افغانانو کي دا ډېره عجبه خبره نده.


جمعه د ١٣٩٠ لمريز کال د لړم ١٣
04.11.2011

تبصره نسته

  1. اڅکزی صاحب سلام وړاندي کوم خورا په زړه پوري پوښتني دي کړي دي فکر کوم څوک چي دغه ټولو
    سوالونو ته رښتنی مثبت جواب ووایې پیدا کول به یې اسان کار نه وي که چیري تاسي پیدا کړی موږ ته
    یې هم را وښیه منـنه

  2. اڅکزۍ صاحب سلامونه مي ومنه. باور دۍ وسه چي سم نیمۍ دغه نښانې راپکښی سته خو ده هیواد، دین، پښتو او هیوادوالو پر ضد مي هیڅکله داسي ګام نه دۍ پورته کړۍ چي خپل ضمیر دی می ملامت کړي. ډیره ښه لیکنه وه، په څیر ده هنداري ده، سړۍ ته خپل کردار ښه ور څرګندوي.

  3. اڅکزۍ صاحب سلامونه مي ومنه. باور دۍ وسه چي سم نیمۍ دغه نښانې راپکښی سته خو ده هیواد، دین، پښتو او هیوادوالو پر ضد مي هیڅکله داسي ګام نه دۍ پورته کړۍ چي خپل ضمیر دی می ملامت کړي. ډیره ښه لیکنه وه، په څیر ده هنداري ده، سړۍ ته خپل کردار ښه ور څرګندوي.

  4. قدرمن اڅکزی صاحبه،
    الله دې خير در کړي چې هېنداره دي راته وښودله. الله دي پر موږ ورحميږي چې څهرې مو ډېري وحشتناکه دي. ستاسو پر ځواني او قلم دي الله برکت کړي. آمين

  5. سلامونه او نيکي هيلي. د اڅکزي صېب ليکنې همېشه په مينه لولم. دا ليکنه د اڅکزي صېب يوه بله معنا لرونکې او د لارښونو ډکه ليکنه ده.
    کوم سوالونه چي پدغه ليکنه کې راغلي دي، هر سوال يې ځان ته يوه موضوع ده چي ورباندي کتابونه ليکل کېدلای شي. شکر چې داسي ليکوالان لرو چې د ټولنې 44 ستونزې په يوه ليکنه کې په ساده او واضح الفاظو سره بيانولای شي.
    د دې تر څنګ خپلو ټولو مسلمانو او افغانو ورونو ته د لوی اختر مبارکي وايم. راځئ چې په لوی اختر داسي دعاوې وکړو چې څښتن تعالی داسي انسانان راڅخه جوړ کړي چې د اڅکزي صېب پدغه ليکنه کي راغلو ټولو پوښتنو ته په نه جواب وويلای شو.

  6. محترم اڅکزی صاحب اسلام عليکم !
    ستاسو له دغو ښکلو د مانا او سبقه ډکې لیکنې څخه نړۍ مننه . ستاسو دا پوښتنې د نن سبا د په نوم روڼ اندو باندې ډېر صدق کوي . هغوی چې بيا د خلقي ، پرچمي په پايڅه کې پښې ننوېستلي دي او د کرزي په ادارې کې د شورای نظاريانو سره اېتلاف جوړولو ته ورغلي دي. الله دې تباه او برباد کړي چې بیا په زړو ناکامه تګلارو خلک غولوي . يو يي کابل کې عملي کوي بل ېې طرحې په اروپا ، امريکا کې جوړوي .

  7. اچکزۍ صاحب ډېره ښایسته لیکنه مو کریده خدای تعالی دی اجرونه درکری.په رشتیا هم دغه اعمال په زیاتو انسانانو کی سته خو الله تعالی دی زموږ دټولو څخه دغه کرغیرن اعمال لیری کی او الله تعالی د نیکو هدایت راته وکری.امین