کور / تازه خبرونه / کندهار : يوه ٨ کسيزه ډله د دولت سره يوځاى سوه

کندهار : يوه ٨ کسيزه ډله د دولت سره يوځاى سوه

د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي يوه ٨ کسيزه ډله وسله وال د حکومت سره يوځاى سول . د دې ولسوالۍ ولسوال فضل ا لدين آغا په دې اړه وويل چي يادو کسانو چي مخکي يې د حکومت پر خلاف عمليات کول نور د حکومت سره يوځاى سوي او همدا ډول يې يادونه وکړه چي په راتلونکي کي به دا ډول يوه بله ډله هم د دې ولسوالۍ د سپين ږيرو ، قومي مشرانو او نورو په وسيله د سولي د پروسې سره يوځاى سي.
په کندهار کي د سولي د عالي دارالانشاء رئېس محمد عمر ساطع يادو کسانو ته ښه راغلاست ووايه او پر هغو يې ږغ وکړه چي نورو کسانو ته هم د سولي په پروسه کي د يوځاى کېدو بلنه ورکړي.