طالبان : په کندهار کي مو يو قاماندان وواژه

عطاالله محمدي | نوومبر 5th, 2011


وسله والو طالبانو رسنيو ته يوه خبرپاڼه ليږلې چي پکښي په کندهار ښار کي د يوه قوماندان د وژلو خبره سوې .
خبرپاڼه ليکي چي د پنجشنبې په ورځ يې په کندهار ښار کي د يوه وسله وال بريد په پايله کي د احمد ا لله په نامه يو قوماندان چي د خبرپاڼي په حواله د لوى ملاصاب په کور کي يې د يوې ١٥ کسيزي ډلي مشر ؤ وژلى .
په دې اړه تر اوسه کندهاري چارواکو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024