کندهار : ملي اردو چاڼيز عمليات کړي

عطاالله محمدي | نوومبر 5th, 2011


په کندهار کي دملي اردو ځواکونه وايي چي تېره اوونۍ يې په بېلابېلو سيمو کي يوشمېر عمليات کړي چي په يايله کي يې ٥ وسله وال نيولي .
د ملي اردو د لومړۍ لېواء قوماندان ډګروال احمد په دې اړه رسنيو ته ويلي چي ياد عمليات يې په پنجوايي او ارغنذاو ولسواليو کي کړي چي په يايله کي يې ياد کسان نيولي او د دې تر څنګ يې يو موټر سايکل ، يوشمېر چاودېدونکي توکي او نور نيولي دي .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024