کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مــيـراث ( د دکتور فاروق اعـظم ليکنه )

مــيـراث ( د دکتور فاروق اعـظم ليکنه )


دا دنيا موږته په ميراث پاته ده.  داسي ميراث چي نه موږغوښتي وو او نه زموږ پلرو پخپله خوښه راپري ايښي دي.  د هغوي ځخه پاته سو.  قدرت ورځخه واخيست؛ زور پرتير سو؛ او په دي معامله کي ددوي خوښه مطرح نه وه. اوس موږ دداسي يو ميراث مالک يو چي نه موږ غوښتي وو، نه يي په ګټلوکي زموږ څه کردار وو او نه په خوښه چا راکړيدي. موږ بايد ډير خوښ اوسو چي بيله کوم تکليفه، بي احسانه او مفت لږياډيرڅه په لاس راغلي دي. بايد غنيمت يي وګڼو او جايزه ګټه ورڅخه واخلو. 


تاسي پوهيږۍ چي زموږ له پلرو څخه مال او دنيا ولي واخيستل سوه او موږ ته يي ولي راکړه؟  داخکه، دغه مال او دنيا چي دوی خپل ګڼل په حقيقت کي ددوی مال و ملکيت نه وو بلکه دغه ټول زموږ امانت وو ددوۍ په لاس کي . نو ځکه يي ورڅخه واخيست او موږ ته يي راکړ. د ورڅخه اخيستلو په وخت کي زموږ د پلرونو زړه غيرحق درد کاوه.  هو، امانت مال هم چي څوک يووار قبضه او خپل کړي نو بيرته ورکول يي حتي خپل اولاد ته هم زور غواړي. 


ګورۍ!  هيله ده اوس پوه سوي او تجربه مو کړيوي.  بايد ومنو چي کوم کار چي زموږ له پلروسره وسو زموږ سره هم کيدونکي دي او هغه قدرت چي پردوي يي زور تيرکړ پر موږ يي هم تيرولاۍ سي. نو راسئ ددي لپاره چي د مال او دنيا د تسليمي په وخت کي خوابدي نه يو لومړي دغه امانت ًسم وساتو او ښه يي وروزو چي ترڅو زموږ په لاس کي وي په هوسا يو او چي کله يي د تسليمي وخت راغي صحيح، سالم او ترپخوا ښه يي خپلو حقدارانو(اولادو) ته وسپارو.  بايد د زړه له کومي ومنو چي زموږ دنيا زموږ د اولادو يو امانت دي زموږ په لاس کي چي بايد حتما هغوی ته پوره او سم ورسيږي. د يوې کورنۍ، ټولني او تمدن د پرمختک راز په همدي امانـتداري کي دي (ان الله يأمركم أن تؤدوا الآمانات الي أهلها).


أ. د. فاروق أعظم
الـمـــيـراث


          حصلـنا علې هـذه الدنيـا بالمـيراث من اﻵخرين. المـيراَث الذي لم نـطلـبه، و لم يـترکوه آبائنا اختـياريا بل ِأخذ منـهم.  الارادة الـهـية أخذت هذا منهم و ليس هناک أي رضا و طيب الخاطر في هذه الامر لدي آبائـنا.  اﻵن نحن مالکين الميراث الذي لم نسئـله و لم نطلـبه و لم نحمل أي مشقة في حصول عليه و لم يترکوه الـيـنا برضا منهم.


          علينا أن نشعـر بـسعادة لانـنا حصلـنا علي شئ قليل کان أم کـثير مجانا بدون أئ مشقة و لاتعب و بدون أئ احسان من آبائـنا. علينا أن نـنظر لهذا الميراث بعين الاعتبار و نأخذ الفائدة السالمة.  


          هل أنتم تعرفون لماذا أخذ الله من آبائنا هذاالمال والمتاع؟  و لماذا يعطينا إياه؟  لأن هذالمال والمتاع الذي کان في أيدي آبائنا و هم ظنوا أنهم مالکين له في الحقيقة ليسوا مالکين له بل کان أمانة فی أيديهم.   لهذا السبب أخذه الله منهم و اعطانا أياه.   کانو آبائنا حائق بغيرحق عندما أخذ منهم هذا المال.  نعم، لما قبضت الأمانة و يعمل أيها مايشاء يظن هو ماله و لن يسلمه برغبته و إختياريا إلي أهله و لو کان أهله اولاده. 


          أنـظروا  أتمنا فهمتم ألان و جربتم الأمر في حياتکم مرات عديدة.  علينا أن نفهم أن ماجري علې آبائنا سيجري حتما علينا، والقدرة التي جرت عليهم و أخذت مال منهم سيعمل معنا بالمثل ايضا.


          تعالوا    نحفظ اولا المال سالما کي نکون مرتاحين و مزدهرين به حين هو في أيدينا.  و ثانيا نشعر أن هذالمال ليس لنا بل هو أمانة في أيدينا کي لانکون زعلانين في وقت تسليمه لصاحبه.  علينا أن نقبل من ًصميم قلبنا أن المال والمتاع الذي في أيدينا هو أمانة الأولادنا.  و علينا أن نسلم إليهم هذا لأمانة سالما و نکون حيـنـئذ في فرح.


         مصير التـقدم و الازدهار الأسرة والمجتمع يضمر في حفظ الأمانة و تسليمها لصاحبها بالفرح (ان الله يأمركم أن تؤدوا الآمانات الي أهلها).