ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | نوومبر 7th, 2011


ولسمشر اوباما له تروریستانو سره په خبرو خپل وخت ضایع کوي

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر کرزي پر څرګندونو د انتقاد له امله له دندې څخه د یوه لوړ رتبه امریکايي جنرال د ليرې کیدو پر موضوع تبصره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الین د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغان ځواکونو د روزنیز ماموریت مرستیال امریکايي قومندان تورن جنرال پیټر فولر يې برطرفه کړی دی.

جنرال الین ویلي پیټر فولر يې د دې لپاره چې مطبوعاتو ته يې نامناسبه څرګندونې کړي له دندې ليرې کړی دی.

تورن جنرال فولر له یوې امریکايي خپرونې سره په خپله مرکه کې له یوه پاکستاني ټلویزيون سره د ولسمشر حامد کرزي پر دې څرګندونو چې که امریکا پر پاکستان حمله وکړي نو افغانستان به د پاکستان تر څنګ ودریږي، انتقاد کړی و.

ورخپاڼه زیاتوي:

دا په تیر یو نیم کال کې دويم لوړ رتبه امریکايي جنرال دی چې خبریالانو ته د څرګندونو له امله له دندې ليرې کېږي.

په ۲۰۱۰م کال کې ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانى قومندان ستنلي مک کرسټل اړ کړ، چې استعفى وکړي.

د نیویارک ټایمز په وینا، جنرال مک کرسټل په دې خاطر چې نوموړي او پرسونل يې له مطبوعاتو سره په څرګندونو کې پر سپینه ماڼۍ انتقاد کړی و، له وظیفې څخه ليرې شو.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز بیا تر دې عنوان لاندې چې ولسمشر اوباما له تروریستانو سره په خبرو خپل وخت ضایع کوي، یو مطلب خپور کړی چې په کې راغلي:

د افغانستان د پارلمان یو شمیر وکیلانو ویلي د ولسمشر باراک اوباما اداره له حقاني شبکې سره د سولې په هڅو کې هسې خپل وخت ضایع کوي.

واشنګټن ټایمز د دغو وکیلانو په حواله وايي امریکا باید د دې پر ځای د پاکستان پر استخباراتو یا ای ایس ای فشار زیات کړي چې له حقاني شبکې سره خپلې اړیکې قطع کړي ،اسلام اباد ته دې د ملیونونو ډالرو مرسته وځنډوي او د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو خوندي مرکزونه په نښه کړي.

ورځپاڼه د افغان او لویدیځو مقاماتو څخه په نقل وايي حقاني شبکه چې مشري يې سراج الدین حقاني کوي او د پاکستان له شمالي وزیرستان څخه فعالیت کوي د دغه هیواد د استخباراتو له ملاتړ څخه برخمنه ده.

د افغانستان د پارلمان غړو واشنګټن ټایمز ته ویلي، متحده ایالات باید د پاکستان پر ضد له څو اړخیزو بندیزونو کار واخلي.

د هغوى په وینا واشنګټن باید د ای ایس ای او د پاکستان د پوځ پر لوړ رتبه مقاماتو باندې د سفر قیودات ولګوي څو حقاني شبکې سره له مرستو لاس واخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024