خبريالانو او اديبانو د ښارپاکۍ په اشر کي برخه واخيسته

د لراوبر اداره | نوومبر 5th, 2011


زموږ  ښار زموږ كور دي پاكي ته يي پاملرنه زموږ ايماني او وجداني دنده او مسئوليت دي


ددي شعار تر سرليك لاندي د پنج شنبې ورځ چي د چاپيريا ل ساتني ادارې لخوا د ښار د پاكي او صفايي په منظور عمومي رخصتي اعلان سوې نوپه همدې موخه د شنبې په ورځ د كندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت اود ښاروالي رياست په ګډه همكاري د يوه ګډ كار (اشر )په ترڅ كي چي په سيمه كي ميشتوخبر يالانو د بېلا بيلو مدني او فرهنګي ټولونو مسئولينو او غړو يو شمير ازادوفعالانو ، د روغتيا رياست استازو او ګڼ شمير د ښار اوسيدونكو برخه پكي اخيستي وهڅو د ښار په دننه كي هغه ځايونه او سيمي چي نا پا كي وي او د خلكو د لوري كثا فات پكښي بي ځايه غور ځول سوي وه پاك او د ښاروالي رياست د تنظيف د پرسونل سره يي د خپل اسلامي احساس، وطني او افغاني  ميني او محبت په درلودلو سره يو ځاي كرۍ ورځكار وكړ تر څو خپل چا پير يا ل د هر ډول خاورو او خزلو څخه خوندي او صفا وساتي .


د كندهار ولايت د اطلاعاتو او فر هنګ رئيس عبدالقديم پتيا ل چي په (اشر) كي يي برخه اخيستي وه وويل ددي پروګرام څخه په لارهاچول مو هدف دادي تر څو ګران ښاريان او هيواد وال دي ته و هڅوو چي خپل ځا ن او ټولنهد يوه ګډه ټولنيز كار په تر سره كولو سره د هر ډول ستونزمن حالته وباسو او خپل ځانونهد ژوند هغه پوړو ته ور سوو چي نن يي جدي ضرورت احساسيږي.


 د پتيا لپه خبره  د اشر يا  ګډكار په واسطه د افغانستان په ډيرو ښارونو کې خلک له کثافاتواو ناپاکۍ څخه خپل ښارونهاو كلي پاكوي او دا د وخته يو افغاني او پښتني دود دي .


كندهار سرپرست ښاروا ل قاضي محمد عمر هم په دغه اشركي برخه لرل هغه خبري رسنيو ته پخپلو څر ګند ولو كي وويل دا چي د ښار پاكي اوصفائي د ښاروالۍ دنده او مسئوليت دي مګر په ښار كي د ګڼي ګوني او د زيات  نفوس شته والي ددي سبب سوي چي د ښاروالي ر ياست د تنظيف  مديريت دومره پر سو نل نلري چي په يوازي سربيله د ښاريانو د همكاري او لاس نوي نه پرته هر څه پخپل وخت تر سره او د خلكو مشكلحل كړي كوم چي اكثريت يي پخپله د دوي زيږنده ده. ښار وا ل وايي که خلک په خپله خپلېسيمې پاکې کړې، دښار په پاکولوکې به يې لويه ونډه اخيستې وي.


د عامي روغتيا رياست  مرستيا ل ډاكټر احمد الله فيضي د اشر ګټي دروغيتا د نظره داسي څيړي او زياتوي چي ددي ګډ كار په تر سره كولو زموږ ګڼ شميرهيواد وال د هغه بيلا بيلو ناروغيو د اخته كيدو خلاص سول كوم چي د كثافاتو د بي ځايهموجوديت په صورت كي رامنځ ته كيدلي او انسا ن تري رنځ وړي فيضي وائي نه يوازي دناروغيو د خپريدو مخه ونيول سوه بلكي د انسا ن په فزيكي حالت باندي هم مثبت اثرشندي.


په نوموړي اشر كي څو تنو برخوالو خپل نظرونه داسيشريك كړل د هغوي په وينا په دې اشرکې كه څه هم د پام وړ عامو ښاريانو برخه اخيستېنه وه خو بيا هم د ښار ځينې برخې پاکې شوې که خلک کثافات په سم اومناسب ځای اوکثافات دانيو کې واچوي، ښارونه به تل پاک وي او د بيلا بيلو ناروغيو څخه به په امنوي او د ژوندانه يو سالم چاپير يا ل به ولري .


دا چي لوي اختر را نږدې دي يادو رضا كارانو   په ګډه اشر وکړ، کوڅي لاري او پاركونه  پاکه شوه، دا کار له يوې خوا زموږ د روغتيالپاره ښه وو او له بل لوري چې هرڅوک د اختر مبارکی  او ميلو ته راځي د همدي ورځي اشر كوونكو ته بهافرين او كور ودانۍ وائي.

Copyright Larawbar 2007-2024