کور / تازه خبرونه / حکمتيار: امريکايان په مسجدونو کي چاودني کوي (پيغام)

حکمتيار: امريکايان په مسجدونو کي چاودني کوي (پيغام)

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار هم د نورو کلونو په څېر د اختر په مناسبت پيغام خپور کړى او هيله يې ښودلې چي افغانان راتلونکي اخترونه په داسي حال کي ولمانځي چي له هيواده ټول بهرنيان وتلي وي او افغانان د ده په وينا د صالحو او مومنو چارواکو تر حاکميت لاندي خوشحاله ژوند ولري.
ګلبدين حکمتيار هم د طالبانو د مشر ملامحمدعمر په څېر ويلي چي بهرني پوځيان په خپلو هيوادونو کي د اقتصادي مشکلاتو او د افغان مقاومت له امله ماتي ته نيژدې سوي او ډېر ژر به له افغانستان څخه ووزي.
حکمتيار د مصر، ليبيا او تونس له انقلابيانو ملاتړ کړى، چي د ده په وينا يې ديکتاتور نظامونه له منځه يووړل او هيله يې ښودلې چي اسلامي حکومتونه پکښي قايم سي.
نوموړي د افغانستان په باب ويلي چي امريکا، روسيه او اېران د خپلو ډلو په وسيله غواړي چي د امريکايانو تر ماتي وروسته يو وار بيا افغانان په هغسي کورني جنګ اخته کړي، لکه د شورويانو تر ماتي وروسته چي يې مجاهدين سره وجنګول.
حکمتيار په خپل پيغام کي ويلي چي بهرنيان ناکام سوي دي، اوس خپل غچ پر کليو او ښاديو باندي په بمباريو، په مسجدونو، مدرسو، مکتبونو او ښارونو کي د بمونو په چاودنو باندي اخلي.
نوموړي د خپل پيغام په پاى کي پر افغانانو ږغ کړى چي په هيواد کي د جګړې د پاى ته رسولو او اسلامي حکومت د جوړېدو په خاطر له دوى سره د دوستۍ لاس ورکړي.