کور / تازه خبرونه / امستردام : افغانانو په نوي جوړسوي مسجد کي د اختر لمونځ اداکړ

امستردام : افغانانو په نوي جوړسوي مسجد کي د اختر لمونځ اداکړ



سلګونو هالنډ مېشتو افغانانو په لومړي ځل ددې هيواد په پلازمېنه امستردام کي د افغانانو په نوي پرانستل سوي مسجد کي د لوی اختر لمونځ د قاضي عزيز الحق رحيق په امامت ادا کړ . داختر د لمانځه لپاره په دې مسجد کي د مېرمنو لپاره هم ځانګړئ ځای جوړ سوئ و او زيات شمېر افغان تنکي ځوانان هم د خپلو پلرونو سره جماعت ته راغلي و .
د اختر تر لمانځه وروسته سلګونو افغانانو د کلتوري مرکز د غړو لخوا په د چايو او خوږو په مېلمستيا کي برخه واخيسته .د دې مرکز د مشرتابه جرګې غړي سيد عزت الله اغا لراوبر ته وويل چي افغانانو په ډېره مينه او لېوالتيا له ليري ځايونو د اختر د لمانځه لپاره دلته ځانونه رارسولي دي ، سلګونه کسان په خپله خوښه د مېلمنو پالني ته حاضر سول او دنوي تاسيس سوي کلتوري او اسلامي مرکز په پراختيا کي برخه اخلي . نوموړئ وايي چي پر يوه مرکز او دسترخان راټولېدل پخپله د افغانانو د اتحاد او اتفاق بېلګه ده .

لراوبر ته د رسېدلو مالوماتو له مخي د لوی اختر د لمانځه مراسم نن د بروسل ، کولن ، هامبورګ ، مونشن ، اوسلو ، لندن ، نيويارک ، ويرجينيا ، او ماسکو کي د افغانانو د کلتوري او اسلامي ټولنو لخوا په خپلو مسجدونو کي ترسره سول .
په لويديځو هيوادونو د نورو وختونو په څېر نن د اختر په مراسمو کي زياتره ځوانان ځکه ليدل کېدل چي د لوی اختر لومړۍ ورځ د اوونۍ د رخصتۍ سره برابره سوه .



د لراوبر ويبپاڼي کارکوونکي تاسو ټولو درنو لوستونکو او ټولو هيوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر د مبارکي ورځي په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .


لراوبر ته له بلجيم څخه ښاغلي جاويد احمدزي د اختر د لومړي سهار جزيات په دې ډول راليږلي دي :
بلجيم کې افغانانو لوی اختر ولمانځل
دلوی او بخښونکي څښتن په نامه


اختر د هغه چا نصیب شه
چې کم تر کمه خپل وطن کې دېره وينه


د يکشنبې په ورځ د سهار په 08:30 بلجيم کې د انتورپن ښار ميشتو افغانانو ته لمړۍ د اختر د لمانځه په اړه بشپړ معلومات د قاري صاحب حسين احمد لخوا واورول شو تر څو لمونځ په ښه تريقه تر سره شی ٠
د ښاغلی امان الله ساپي لخوا په زړه پورې خبرې د اتحاد، ورورولۍ، نيکو اخلاقو او اسلامي چلند توسعه وشوه٠
ښاغلی جليلي هم ډېرې ګټورې خبرې وکړی په ځانګړی ډول د جومات ته د راتلو او د افغانانو تر منځ د يوالی ، اتحاد په اړه خوږې خبرې وکړی ٠
په 09:30 د اختر لمونځ ادا کولو نه وروسته د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دعا او د افغانستان جنګ ځپلو خلکو ته بېله دعا وشوه ، تر څو زمونږ په وطن کې سوله او ارامي راشی او مونږ خپل هېواد کې خپلو خلکو سره یو ځای اختر ولمانځو٠
دعا نه وروسته د جهان ټولو مسلمانانو ته او د لراوبر وطن ټولو افغانانو ته اختر مبارکي وويل شوه،او لو اختر په خوشالي د تيريدو هېله وشوه٠
اخره کې ټولوته د چايو ځانکړی ترتيب نيول شوی وو، تر څو د مساپرۍ په دې دنیا کې په قراره د زړه خواله وکړي ، او په دې پلمه به د يو او بل له حال اواحوال نه هم ځانونه خبر کړي ٠
انځورونه او ويديوګانې به وروسته په دغه پته خپرېږي (www.accantwerp.webs.com)