کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د استاد محمد سرور وکيلي قاموس آنلاين سو

د استاد محمد سرور وکيلي قاموس آنلاين سو

قاموسونه ټکی کام خبر ورکوي چي د لوی اختر په مبارکه ورځ يې د دروند او قدرمن افغان ليکوال استاد محمد سرور وکيلي پښتو پښتو قاموس « پښتو ګړښود» آنلاين کړی دی. د ښاغلي استاد وکيلي صاحب پدغه قاموس کي تر شپږ زرو ځخه زيات کره پښتو لغتونه او د هغوی معادل لغتونه ليکل سوي دي. دغه قاموس چي څو اونۍ تر مخه د چاپ څخه راووتی اوس په وړيا توګه د کارونې لپاره د قاموسونه کام پر وېبپاڼه خپور سوی دی.


د پښتو ژبي مينه وال کولای سي چي د نوموړي قاموس تر څنګ 57 نور پښتو قاموسونه هم په وړيا توګه د قاموسونه ټکی کام پر وېبپاڼه وکاروي. پدغه وېبپاڼه کي څوک کولای سي چي هغه لغت ټايپ کړي چي معنا يې لټوي. د لټون د کلۍ وهلو وروسته په سمدلاسه توګه کارؤنکي ته د بيلو پښتو قاموسونو څخه د دغه لغت بېلابېلي معناوي ښودل کيږي.


د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي کارونه گڼ شمېر کتونکو ته مشکله بريښي او يو شمېر کسان حتی د دويم ځل لپاره دغي پاڼي ته نه ورځي ولي چي کارونه يې نده زده. د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره په قاموسونه ټکی کام کي يوه ښوونيزه ويډيو ځای پر ځای سوېده چي پکښي تشريح سوي چي څوک دغه وېبپاڼه څنگه کارولای سي. په قاموسونه ټکی کام کي د پښتو ژبي زياتره مهمه قاموسونه پراته دي چي هر انټرنټ لرونکی ورڅخه په ډېره آساني گټه اخيستلای سي. پداسي توگه چي په يوه چاپي قاموس کي د يوه لغت د معنا لټون ښايي څو دقيقې وخت ونيسي، په قاموسونه کي د يوې سانيې په اوږدو کي څوک د پښتو ټول مهم قاموسونه د معنا لپاره لټولای سي. هيله ده چي هغه کسان چي دغه وېبپاڼه نه پېژني د ليکنې په پای کي ځای پر ځای سوي لينک له لاري دغې وېبپاڼي ته ولاړ سي او هلته ځای پر ځای سوې ښوونيزه ويډيو وگوري.


د قاموسونه ټکی کام پروژه د دغه خبرتيا له لاري خپلو ټولو هيوادوالو ته د لوی اختر مبارکي هم وايي.


د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوؤنکی
احمدولي اڅکزی


(که غواړئ چي قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي ته ولاړ سئ نو لطفا دلته کليک وکړئ)


www.qamosona.com

تبصره نسته

  1. سلام عليکم
    ټولو مسلمانو ورونو ته د اختر مبارکي وايم.
    د قاموسونه ټکی کام مشر محمد ولي اڅکزي او د پروژې ټولو کارکونکو ته مبارکي وايم او ورڅخه زیاته مننه کوم چي داسي يو با ارزښته قاموس يې زموږ د کارونې لپاره ان لاين کړی. هيله ده چي استاد وکيلي به د دې وروسته هم د داسو گټورو کتابونو ليکنې ته دوام ورکړي.
    موږ ټوله په احمدولي اڅکزي او د هغه په پروژه وياړو چي زموږ مسکيني ژبي ته يې دومره زيات خذمت کړی دی.

  2. تولو افغانانو دي مبارک شي. دير ښه خبر دی. بايد موږ د خپلي ژبي لپاره ډېر خدمت وکړو او د قاموسونه پروژۍ سره مرسته وکرو. زه هم غواړم پدغه پروژه کي ګډون وکړم.

  3. زه هم د لراوبر ويب پاڼي کارکوونکو ، ښاغلي احمد ولي اڅکزي او په نړۍ کي ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وايم او دعا کوم چي دا اختر مو د نېکمرغۍ يوه نښه وي او راتلونکى ژوند مو په خير وي.
    ښاغلي محمد سرور وکيلي ته د اختر د مبارکۍ ترڅنګ د دې قاموس مبارکي هم وايم او د دې چوپړ اجر ورته د الله پاک څخه غواړم . او ښاغلي اڅکزي صاحب ته دي هم الله پاک اجرونه ورکړي چي ياد قاموس يې انلاين کړى دئ
    په درنښت
    عطاء الله محمدي – کندهار

  4. له هرڅه نه وړاندې دپښتودقاموسونوپلار احمدولی اچکزی صیب! اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    ننګرهاردځوانانواوافغان ملت ځوانانوپه استازیتوب تاسواوقاموسونوټکی کام رهبری هئیت اودادب خاوندانوته په وړین تندې دلوې اختریزمراتب وړاندې کوم. الله رب العزت نه په پنځه وخته لمونځ کي خپل لاسونه مې الله ته لپه کړې دی چي تاسواوستاسوهمکاران په بریالتوب سره قاموسونه ټکې کام پروژه سرته ورسوې زه ډیرخوښ یم اوزه همیشه دستاسوویب پاڼه دخپل مشکل لپاره استعمال کوم یوځل بیاتاسوالله نه ښه ژونداولابریالیتوب غوښتونکې یم چی الله کامیاب کړه دایوداس خدمت دی چی هرافغان اوبیاپه ځانګړې ډول سره تعلیم یافته څانګه تاسوډیردعاګانې کوی اوټول له تاسونه مننه هم کوی کورمو ودان

  5. تولودوستانوداخترمبارك وي او محترم اچكزي صا حب زه يونظرلرم كيداي شي اوس ددغه ژبو وگرامر ته كتابونه وليكو هرسري تر خڤل قدرت. زه د Engllish گرامر وعده كوم او وروسته د الماني او بيا روسي ژبو .ستاسودار امه ژوند غوارم

  6. تولودوستانوداخترمبارك وي او محترم اچكزي صا حب زه يونظرلرم كيداي شي اوس ددغه ژبو وگرامر ته كتابونه وليكو هرسري تر خڤل قدرت. زه د انگلسي ژبه د گرامر وعده كوم او وروسته د الماني او بيا روسي ژبو .ستاسودار امه ژوند غوارم