کور / تازه خبرونه / نورستان بيا په پاکستانيو توغنديو ويشتل کېږي

نورستان بيا په پاکستانيو توغنديو ويشتل کېږي

د نورستان ولايت څخه امنيتي مسئولين راپور ورکوي چي د تېرو څو ورځو راهيسي د دې ولايت پر يوشمېر سيمو د پاکستان هيواد له لاري توغنديز بريدونه کېږي او ډېرى کورنۍ يې دې ته اړ ايستلي چي خپل کورونه پرېږدي اونور د کندوز ولايت و ځنو سيمو ته کډي وکړي .
د دې ولايت والي ، د امنيت آمر د بريدونو پخلى کوي او وايي چي د مرګ ژوبلي په اړه کره شمېره نه لري خو ډېرى کورنۍ دې ته اړ استل سوي چي کډي وکړي او سيمه پرېږدي .
نوموړي وايي چي ياد بريدونه د کامدېش ولسوالۍ پر اړوند ه سيمو کېږي او اوس هم دوام لري.