کور / تازه خبرونه / هلمند : دويمه ترافيکي پېښه هم وسوه

هلمند : دويمه ترافيکي پېښه هم وسوه

په هلمند ولايت کي نن د يوې ترافيکي پېښي وروسته په ياده سيمه کي دويمه ترافيکي پېښه هم رامنځ ته سوه چي په پايله کي ئې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ .
دويمه ترافيکي پېښه د يوه کرولا موټر او موټر سايکله ترمنځ رامنځ ته سوې چي په پايله کي ئې پر موټر سايکل سپاره کسان چي يو کوچنى ، بله مېرمن او يو سړى ؤ او همدا ډول د موټر چلوونکى وژل سوي .
د پوهانو په وينا تر جګړې را وروسته ترافيکي پېښي دي چي ډېرى وخت مرګ ژوبله اړي .